افغانستان

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې نشه‌یي توکي د طالبانو په وړاندې پلورل کېږي

د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو کاروباریان په عامه مېله کې افین پلوري، خو څوک یې مخه نه نیسي.

دا مېله د ډنډو مېلې په نامه يادېږي، چې هره پنجشنبه ترسره کېږي. سوداګر یې وایي، په دې مېله کې د نشه‌یي توکو ترڅنګ وسلې او نور هر ډېر شیان د طالبانو په شتون کې پلورل کېږي.

دغه کس چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، د مېلې امنیت هم طالبان نیسي.

سرچینه زیاتوي: «هره پنجشنبه د ډنډو مېله وي څوک وسلې پلوري، څوک افین او څوک ترکاري او څوک څاروي بس هر څه پلورل کېږي، طالبان څه نه وایي دوی خپله هم همدا کار کوي.»

د نشه‌یي توکو یو بل کاروباري بیا وایي چې طالبان له هرې تلې له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کلدارې اخلي او امنیت یې هم خوندي کوي.

هغه وایي، د نشه‌یي توکو کاروبار په دې وروستیو کې ښه شوی او یوه ټاکلې اندازه آفین په ۱۰ لکه او ۵۰ زره کلدارې پلورل کېږي.

د هغه د معلوماتو پربنسټ د آفین ټاکل شوې اندازه ۷ منه کېږي، چې هر من یې ۱۵۰ زره کلدارې بیه لري.

هغه وایي: «زه دلته تله لرم، چې څوک غواړي تله ولګوي نو طالبان ترې تر ۲۵۰۰ کلدارې اخلي دا د دوی جبري ټکس دی، څوک یې د عشر په نوم اخلي او څوک په بل نوم که پیسې ورنه‌کړئ بیا اجازه نه درکوي.»

آمو په یاده مېله کې د ځايي خلکو پر مټ د مېلې وېډیو هم ترلاسه کړې، چې په کې په عام میدان کې مخدره توکي تلل او پلورل کېږي، خو څوک یې مخه نه نیسي.

نیوکه دا ده، چې طالبان له یوه لوري هره ورځ د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکوي، خو بل لور ته بیا په عامه مېله کې مخدره توکي پلورل کېږي او د دوی ځایي مسوولین یې مخه نه نیسي.

تازه تېره ورځ هم د طالبانو امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نیولي او خبرپاڼه یې خپره کړې چې دوی عدلي ادارو ته سپاري.

خلک وایي، که طالبان غواړي د نشه‌یي توکو د عام پلور مخه ونیسي، نو لومړی دې د ډنډو په مېله کې د یادو توکو مخه ونیسي او بیا دې دوی ته د بل کاروبار زمینه برابره کړي.

کاروباریان یې وایي، په دې کې ورته ګټه ډېره پاتې کېږي خو د خلکو په خبره دوی نه ویني، چې ټولنې ته یې څومره زیان اړولی دی.

د یادونې ده، چې طالبانو له راتګ سره سم په هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او ویې‌ویل که چا وکرل نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۷ ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴ ولسوالیو په ۳۰۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له منځه وړی او لا یې هم کمپاین دوام لري.

د ۱۴۰۱ کال له پیله د طالبانو د مشر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو کرکېلې د مخنيوي حکم وشو، خو اوس لیدل کېږي، چې په عامو میلو کې هم مخه نه ده نیول شوې.

وبه لیدل شي، چې د ډنډو په نوم په عامه میله کې څومره ژر طالبان کولای شي د نشه یي توکو د پلور مخه ونیسي.

عام خلک وایي، که طالبان د دې کار مخه ونیسي ښايي ولسي خلک یې هم ملاتړ وکړي.