سوداګري

ننګرهار کې د سلګونه ټنه ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه

ننګرهار کې د سلګونه ټنه ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه او په تړاو یې د دوو بهرنیانو په ګډون پنځه تنه ونیول شول.

ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې د کانونو او پټروليم ریاست له کارکوونکو سره په ګډه زرو ټنو قيمتي ډبرو د قاچاق په تړاو د دوو بهرنيانو په ګډون ۵ تنه نيولي دي.

د طالبانو ځایي مسوولین وایي، په نیول شویو کسانو کې دوه تنه یې بهرنیان او درې نور افغانان دي.

د افغانستان د استخباراتو ضد شبکې رییس ډاکتر بشیر وایي، په نیول شویو ګرابنیه ډبرو کې لیتیم شامل دي او قاچاق کوونکو غوښتل له کونړه یې ننګرهار او بیا له دې ځایه پاکستان او تاجکستان ته قاچاق کړي.

نوموړی وایي، نیول شویو قاچاق کوونکو له کونړه تر ۳۰۰ ټنو زیاتې ګرانبیه ډبرې جلال اباد ښار ته لېږدولي او هڅه یې کوله نور یې راولېږدوي.

طالبانو د نیول شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه ونه ویلې، خو ځینو سرچینو بیا آمو ته ویلي، چې نیول شوي بهرنیان چینایان دي.

ډاکتر بشیر زیاتوي: «دوی غوښتل له وړاندې د دې ډبرو استخراج پيل کړي، وخت مو ورکړ، له ډبرو سره مو دوه بهرنیان او د دوی درې داخلي همکاران ونیول، دوی غوښتل دا ډبرې پاکستان او تاجکستان ته قاچاق کړي.»

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د عوايدو د تنظيم رییس محمد رسول عقاب وايي، په تېر جمهوري نظام کې دا ګرانبیه ډبرې کیلو ۵ افغانۍ پاکستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېدې.

نوموړی وایي، له څېړنو وروسته ثابته شوه، چې دا ډبرې قیمتي او۳۰ سلنه یې ليتيم وو او په همدې پار یې پر استخراج بندیز لګولی دی.

محمد رسول عقاب زیاتوي، په خپلسر د کانونو کیندل او د ګرانبیه ډبرو قاچاق جرم دی او دوی به هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي او هېچا ته اجازه نه ورکوو نورو هېوادونو ته یې قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده، چې له ليتيم ډبرينو موادو د نورو کارونو ترڅنګ د بټريو د جوړېدو په برخه کې هم ګټه اخېستل کېږي او د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، که طالبان په کور د ننه له دې سمه ګټه واخلي په نږدې راتلونکي کې به هېواد ته لویه ګټه ترلاسه کړي.

د نظر خاوندان وایي چې د هېواد ډېری کانونه په ناقانونه او غیرمسلکي ډول کیندل کېږي او له همدې امله یې تر ګټې زیان زیات دی.

د اقتصادي چارو کارپوه شینواری وایي، که طالبان غواړي په کور د ننه پانګونه وکړي لومړی دې په طبیعي زېرمو کې مسلکي کار پيل کړي، څو د ضایعاتو مخه ونیول شي.

نوموړی وایي، ډېر بهرنیان د افغانستان ډبرې په خپل نامه پلوري، خو په افغانستان کې د مناسب بازار د نشتون له امله دا چاره زموږ له لاسه وتلې ده.

شینواری وایي، په دې وروستیو کې د هېواد په کچه په ننګرهار کې د چین له لوري د ګرانبیه ډبرو ګډ بازار جوړېده، خو چارې یې له هغې وروسته ځنډېدلې چې څه موده وړاندې په کابل کې په یوه چاودنه کې یو شمیر چینایي سوداګر ووژل شول.