افغانستان

کابل ښار کې د بې‌پلټه موټرو له زیاتوالي د پلازمینې د اوسېدونکو اندېښنه

د پلازمېنې اوسېدونکي په ښار کې د بې‌پلیټه موټرو له زیاتوالي اندېښمن دي او وایي، چې د دغو موټرو له زیاتېدو سره، په کابل کې جرمونه او ترافیکې پېښې زیاتې شوې دي.

ثبت شوي انځورونه او د آمو ټلویزیون د خبریال لیدنې ښيي، چې د پلازمېنې پر واټونو له هرو لسو موټرو ۳ یې د پلیټ شمېره نه لري.

په همدې حال کې د کابل د ترافیکو ریاست مسوولین وایي چې هره ورځ په پلازمېنه کې یو میلیون موټر تګ‌راتګ کوي.

د کابل د ترافیکو یو مسوول سمونوال عبدالودود خیرخواه وایي، چې تازه د هغو موټرو د ټولولو او تثبیت لپاره چې د پلیټ شمېره نه لري اقدامونه پیل شوې ترڅو د غلاوو، ترافیکي پېښو او د سړي تښتونو د پېښو مخه ونیول شي.

خلک وایي چې ډېری دغه موټر د مخکیني دولت د کارکوونکو او چارواکو دي، چې خپله دا کسان له افغانستانه تللي دي او اوس یې ډېری د طالبانو لاس ته لوېدلي او د پلیټ له شمېرې پرته په ښار کې کار ترې اخیستل کېږي.

د مخکینۍ ولسي جرګې د غړو لسګونه زغره لرونکي موټر او د ارګ لسګونه لوړه بیه لرونکي موټر ټول د طالب چارواکو په واک کې دي چې له پلیټ پرته کابل ښار کې په ازاد ډول تګ‌راتګ کوي.

په همدې حال کې کابل کې یو شمېر موټر پلورونکي وایي، چې بې‌اسناده موټرو او تور بازار د هغوی کاروبار ته زیان رسولی دی.

دغه موټر پلورونکي زیاتوي، چې په تور بازار کې له اسنادو پرته موټر په کمه بیه دي او خلک د خراب اقتصادي وضعیت له امله په همدې موټرو پسې ګرځي.

کابل ښار کې یوه موټر پلورونکي سباوون د آمو خبریال ته وویل: «له یوه نیم کال راهیسې د موټرو د پېر او پلور بازار مخ په ځوړ دی. موږ په اونیو اونیو نه شو کولای یو موټر هم پلورو.»

مهدي چې د جمهوریت په دوره کې د کورنیو چارو وزارت پوځي کارکوونکی و، وايي: «د نظام له سقوط وروسته مې خپلې دندې ته دوام ورنه شوای کړای، له همدې امله مې بې‌اسنادو (یو کیلي) موټر په ۲ زره ډالر وپېره او اوس په ښار کې ټکسي چلوم.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت مسوولین وایي، چې د بې‌اسنادو موټرو د ثبتولو بهیر روان دی او تر اوسه یې تر ۳ زره زیات یو کیلي موټر ثبت کړي دي.