Uncategorized @ps افغانستان

ننګرهار کې خصوصي رسنیو ته د طالبانو تازه خبرداری

ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام هغو رسنیو ته، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې جواز نه دی تمدید کړی او له دولته پوروړي دي خبرداری ورکړی که دوی خپل حسابونه پاک نه کړي ښایي له قانوني چلند سره مخ شي.

د طالبانو د والي دفتر په یوه مکتوب کې د هغو ۱۵ رسنیو نومونه هم یاد کړي، چې جوازونه یې تمدید نه دي او د ماليې له پلوه له دولته پوروړي دي.

په دغه مکتوب کې د دې ولایت ۱۵ خصوصي راډیوګانې او ټلویزیونونه شامل دي. شرق راډیو ټلویزیون، نرګس راډیو، همېشه بهار، مینه راډیو، اصلاح غږ راډیو، مزل راډیو، خورشيد راډیو، ژوندون راډیو، بهار ټلویزیون، دوست راډیو، مرام راډیو، نن راډیو، شمشاد راډیو، سپین غر راډیو او هوډ راډیو» هغه خصوصي رسنۍ دي، چې په مکتوب کې یې نومونه په ډاګه شوي او ترې غوښتل شوي، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

په دې ولایت کې د خصوصي رسنیو مسوولین هم مني، چې دوی له دولته پوروړي دي او جوازونه یې تمدید ته اړتیا لري، خو وایي د اقتصادي ستونزو او لوړې ماليې له امله نه دي توانېدلي خپل جواز تمدید کړي.

ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول عزیزاحمد بهار وایي، که طالبان د رسنیو د ملاتړ پر ځای پر دوی دا ډول فشارونه زیاتوي ښایي په نږدې راتلونکي کې خپل فعالیتونه ودروي.

نوموړی وایي، هغه د رسنۍ د جواز د تمدید پلان لري، خو په خبره یې د اقتصادي ستونزو له امله دا کار نه شي کولای.

نوموړی زیاتوي: «موږ له طالبانو غواړو چې له موږ سره له زغمه کار واخلي، که زموږ رسنۍ وتړي هېڅ ګټه نه کوي، چې پیسې نه وي زه په څه باندې جواز تمدید او پخوانۍ مالیه تحویل کړم، دلته خو رسنۍ له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي.»

ننګرهار کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ مسوول ساحل بیا وایي، یو شمیر رسنۍ د لوړې مالې د ورکړې وس نه لري او طالبانو ته په کار ده، چې د دوی مالیه راټيته کړي.

هغه زیاتوي: «طالبانو له تفکیک پرته په ټولو ولایتونو کې پر راډیوګانو یو ډول مالیه لګولې دا ظلم دی، اوسنی نظام باید مالیات راکم کړي دا یې لاره نه ده چې دلته یې فشارونه وارد کړي او ګواښ کوي چې راډیو بندوم.»

په ننګرهار کې د خپلواکو رسنیو ټولنې مسوولین هم د ولایت له لوري رسنیو ته استول شوي مکتوب په اړه اندېښمن دي.

د رسنیو ټولنې مسوول شفیق الله رحماني مني، چې ځینې رسنۍ د ماليې له درکه پوروړي دي او جوازونه یې تمدید ته اړتیا لري خو له اوسنيو واکمنو غواړي، چې د رسنیو د ژوندي ساتلو لپاره د دوی مالیه په قسطونو ترې واخلي.

هغه وایي: «موږ هم هڅه کوو قانوني فعالیت وکړو، دا یې حق دی چې مکتوب را ولېږي، خو د دې ترڅنګ زموږ غوښتنه دا ده، چې مالیه دې په قسطونو ووېشي، چې موږ یې د ورکړې وس ولرو، د رسنیو په تړل کېدو هېڅ نه کېږي.»

د طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوي لیک کې د هغو رسنیو نومونه هم یاد شوي، چې له تېر یوه کال راهیسې یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیتونه درولي دي.

د رسنیو خاوندان ادعا کوي، چې دوی خپل فعالیتونه درولي هم دي، خو برعکس اوسنيو واکمنو پرې مالیه لګولې په داسې حال کې دي د خپلو فعالیتونو د بندولو خبر یې هم ورکړی دی.

دا لیک داسې مهال رسنیو ته استول کېږي چې د رسنیو مالي امکانات کم شوي او له همدې امله یې ډېری کارکوونکي ګوښه کړي دي.

د رسنیو مسوولین وېره لري که طالبان رسنۍ هدف ګرځوي او پر دوی فشار زیاتوي ښايي لازیاتې رسنۍ وتړل شي او رسنیز فعالیت به لا ټکنی شي.

په خپاره شوي لیک کې خصوصي رسنیو ته خبرداری ورکړ شوی که خپل جوازونه تمدید نه کړي او مالیه ورنکړي، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

له دې مخکې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا چې تلویزیونونو او راډیوګانو ته د فریکونسیو د وېش مسوولیت لري، په یو رسمي لیک کې د کورنیو چارو وزارت ته د یوه نوملړ په استولو د هغو رسنیو د پېژندنې غوښتنه کړې، چې د فعالیت جوازونه یې نه دي تمدید کړي.

ویل کېدل، چې څو اوونۍ وړاندې د هغو رسنیو د فعالیتونو د جواز په اړه محکمه دایره شي، چې پر اوسني نظام نیوکه کوي او د طالبانو په باور د نظام تخریب کوي، خو لا تر اوسه د هغې محکمې پایله څرګنده نه شوه.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د رسنیو فعالیت تر بل هر وخته زیات له سختو ننګونو سره مخ دی او هره ورځ فشارونه پرې زیاتېږي.

د مالوماتو له مخې، په ننګرهار کې د جمهوري نظام پرمهال له شلو زیاتو خصوصي رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس یوازې ۱۳ خصوصي رسنۍ فعالې دي، چې د فشارونو په زیاتېدو سره ښايي نورې هم وتړل شي.

د رسنیو مسوولین وایي، ډېری رسنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د خپلو کارکوونکو معاشونه نه شي ورکولای، چې د فشار پر ځای لاسنیوي ته اړتیا لري.