ښځې

ختیځ کې د سینګارتونونو خاوندانې د خپل کاروبار له بندېدو وېره لري

په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې سینګارکوونکې نجونې خپل کاروبار ته اندېښمنې دي او وایي، روانو بندیزونو د دوی کار هم ټکنی کړی دی.

نازیه، چې په جلال اباد ښار کې سینکارتون لري وایي، په دې وروستیو کې یې دا وېره زیاته شوې چې طالبان د دوی کارونه بند نه کړي.

نوموړې له آمو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې تر پخوا یې مراجعین کم شوي او لامل یې دا دی، چې طالبان ورته په ښه سترګه نه ګوري.

هغه وایي، د طالبانو له راتګ وروسته که څه هم په مستقیم ډول دې ته نه دي ویل شوي، چې سینګارتون وتړي، خو په خبره یې هغو ملګرو ته، چې د ښار په عمومي ځایونو کې سینګارتونه لري ویل شوي، چې ژر تر ژره خپل کاروبار بند کړي.

نازیه زیاتو: «ما ته یې مستقیم ډول نه دي ویلي، ځکه زما کار ځای یو خوا ته دی. خو زما ملګرو ته یې ویلي، چې دوکانونه بند کړئ تاسې خلک بې لارۍ ته هڅوئ. ګواښ یې ورته کړی که خپل کاروبار بند نه کړئ نو د امر باالمعروف کارکوونکي به در پسې راشي او سزا به درکړي.»

یوه بله سینګار کوونکې بیا د نوم نه خپرولو په شرط وایي، چې په اوونۍ کې یو ځل د طالبانو امر بالمعروف د هغې د هټۍ مخې ته پټه څارنه کوي.

نوموړې وایي، دې کار سخته وېرولې، خو په خبره د کورنۍ مجبورۍ اړ کړې، چې په وېره کې خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه زیاتوي: «په هرو څو ورځو کې زما د دوکان مخې ته د امربالمعروف کسان راځي، دلته نجونې په وېره کې وي، دوی نه پوهېږم څه غواړي، دا خو کوم بد کار نه دی، زه څه وکړم پوهنتونونه بند، مکتبونه بند خدای دې خیر کړي چې نور هر څه بند نه شي.»

هغه وایي، د ځینو نورو سینګارتونونو خاوندانو ته یې ویلي، چې خپلې هټۍ وتړي.

هڅه مو وکړه، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

خو د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر پر خپله ټويټر پاڼه په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه وو د هټیو او سینګارتونو د بندېدو خبر رد کړی دی.

نوموړي ویلي، چې دوی هڅه کوي ښځینه وو ته د کار لپاره ځانګړی ځای وټاکي خو په خبره يې د ځای تر ټاکل کېدو پورې به دوی په خپلو کارځایونو کې کار ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته اندېښنې شته او سینګار کوونکو نجونو له طالبانو غوښتي، چې د دوی یوازې د ښځینه وو لپاره کار کوي هېڅ نارینه پورې تړاو نه لري نو له دوی سره دې کار نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت له سقوط وروسته او د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ راهیسې پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګول شوي او لا هم د محدودیتونو لړۍ دوام لري.

وروستیو محدودیتونو په کور د ننه او د بهر اندېښنې راپارولې او خلک له طالبانو غواړي، چې د محدودیتونو پرځای دې طالبان نجونو ته مناسب کاري او ښوونیز چاپيریال برابر کړي.