افغانستان

ننګرهار کې پرکرنيزو ځمکو د ودانيو جوړېدو خلک اندېښمن کړي

د ننګرهار اوسېدونکي پر کرنیزو ځمکو د ودانیو او مارکېټونو جوړېدو اندېښمن کړي او وایي که دا لړۍ دوام وکړي ښايي په لنډ وخت کې کرنیزې ځمکې له منځه ولاړې شي.

دوی وایي، سره له دې، چې دا ستونزه جدي ده، خو بیا یې هم په اړه جدي اقدامات نه دي ترسره شوي او برعکس د کرنیزو ځمکو د له منځه وړلو لړۍ روانه ده.

احمد هلال د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی احمد هلال وایي، د ښار د ناحیو ترڅنګ په بهسودو، کامه، خېوه او ځینو نورو ښار ته نږدې ولسوالیو کې ډېری کرنیزې ځمکې په کورونو بدلې شوي.

نوموړی له طالبانو غواړي، چې د دې لړۍ د مخنیوي لپاره ګړندي ګامونه پورته او د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو مخه ونیسي.

احمدهلال زیاتوي: «نړۍ کرنیزه برخه پياوړې کوي او دلته له بده مرغه هرڅه ختمېږي، دا لویه اندېښنه ده که دا لړۍ دوام وکړي نو کرنیزه برخه باندې به یې اغېز منفي او ورسره به مالداري هم زیانمنه شي.»

حل لار څه ده؟

د ننګرهار اوسېدونکی شکیب وایي، که طالبان د دې چارې مخنیوی غواړي اړتیا ده، چې په شاړو ځمکو کې ښارګوټي ورغوي او خلکو ته په کې د مېشتېدو اجازه ورکړي څو خلک له دې په ګټنې خپلې ابادې ځمکې په کورونو بدلې نه کړي.

شکېب وایي، ډېری خلک ښار ته د نږدېوالي او کرنیزو ځمکو په ارزښت د نه پوهېدو له امله هڅه کوي مارکېټونه او کورونه په کې جوړ کړي.

دی وایي: «طالبان خپله پر کرنیزو ځمکو کورونه جوړوي، پکار ده دوی له دې کاره لاس واخلي او نور خلک هم ترې منع کړي، ابادې ځمکې له منځه وړل هوا، مالدارۍ او خلکو ته لوی زیان لري.»

په جلال آباد کې د طالبانو د ښاروالۍ او کرنې ریاست مسوولین دا ستونزه مني او وايي، په دې اړه يې پر یوه کړنلاره کار کوي.

د جلال‌ آباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد وايي، ډېرې هغه ځمکې چې د کرنيزو چارې لپاره د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کانال رياست له خوا په قرارداد ورکړل شوې او يا پلورل شوې، اوس پرې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه وويل، د کرنې وزارت او د ننګرهار کانال رياست سره یې دا ستونزه شريکه کړې او هغوی د حل پر لارو چارو کار کوي.

په ورته مهال د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، چې څه موده مخکې ننګرهار ته ورغلی و له خبریالانو سره یې په خبرو کې وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره یې پر یوې طرحې کار پيل کړی او په بشپرېدو او پلي کېدو سره به یې د خلکو اندېښنې حل شي.

عمري هم مني، چې خلکو پر کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول پيل کړي، خو زیاوي، چې دوی یې د حل لپاره لاس په کار شوي او هڅه کوي ډېر ژر د دې چارې مخه ونیسي.

د مالوماتو له مخې، اوسمهال ننګرهار کې له څه د پاسه ۱۰۰ زره جریبه کرنیزو ځمکو څخه پر کابو ۳۰ سلنه دغو ځمکو کورونه او مارکېټونه جوړ شوي او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د کرنې ځينې کارپوهان په اوس وخت کې د کرنیزو ځمکو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو کړنې په نشت حسابوي. دوی وایي چې د کرنیزو ځمکو له منځه تلل نه یوازې انسانانو بلکې وحشي ژویو او مرغانو ته هم زیان رسوي.