افغانستان

د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکو اوبو او لمریزې برېښنا د شبکو جوړېدل

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) له لوري د زابل د مرکز په ګډون يوولسو ولسواليو د پوهنې په آمريتونو کې د برېښنا او پاکو اوبو شبکې جوړې کړې دي.

له بلې خوا، د ولسوالیو ښوونکي وایې، ددغو شبکو په جوړېدو خوښ دي او د اوبو له پلوه یې ستونزې اوارې شوې دي.

د شينکي ولسوالۍ یو ښوونکی سعيد محمد وايي له دې مخکې د اوبو او لمریزې برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و چې اوس دا ستونزې حل شوې دي.

سعيد محمد زياتوي: «مخکې موږ د برېښنا او پاکو اوبو له پلوه له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان و، زموږ ولسوالۍ کې دومره امکانات نه وو خو اوس چې د برېښنا او پاکو اوبو دا سبکې فعالې شوې کارونه مو آسانه شوي دي.»

د سيوري ولسوالي يو بل ښوونکی نذیر الله هم وايي چې ددې سیسټمونو په فعالېدو سره يې چاري آسانه شوې او د بريښنا د کمښت ستونزه يې هواره شوې ده.

نوموړی زياتوي: «مخکې چې دا شبکې فعالې نه وې موږ د يوه مکتوب د ليکلو امکانات نه درلودل او ډېری کارونه مو د برېښنا د نشتون له کبله وروسته پاتې وو، خو د دغو سیستمونو په فعالېدو سره مو چارې آسانه شوې دي.»

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په زابل کې تازه اتیا تړل شوي ښوونځي هم پرانيستي دي چې پکې کابو ۲۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د یونيسف د نړیوال بنسټ په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۵ ښوونځیو د رغولو چارې هم روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې څلور زره او ۵۰۰ ماشومان ته د زده کړو زمینه برابره شي.