افغانستان

کندهار کې ۱۳ زره کسان پرمختیایي پروژو کې کار کوي

د کندهار د پنځلسمي ناحيې په حاجي عرب سيمه کې تازه د «UNOPS» له لوري د ۵۷۷۱۱ ډالرو په ارزښت د يوه کانکريټي سړک د جوړېدو پروژه پیل شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۳ زره کسان کار کوي، چې له دې جملې ۱۰۷ مسلکي او نور یې غیرمسلکي کسان دي.

د پروژې ډېری کارکوونکي د همدې سيمي اوسېدونکي دي.

شېرمحمد او حاجي محمد د کندهار د پنځلسمي ناحیې د حاجي عرب د سيدانو کلي اوسېدونکي دي.

شیر محمد د آمو ټلویزین له خبریال سره په خبرو کې وایي: «مخکې وزګار وم، اوس د کار زمينه راته برابره شوې، خوښ يوو، هيله ده، چې دا ډول پروژې نورې هم زياتې شي.»

کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولين وایي د نوي رژیم له راتلو راهيسي په دغه ولایت کې د دولت او نړيوالو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې عملي او ځيني لا هم رواني دي.

د طالبانو ځایي مسوولين وایي په دغو پروژو کې ۱۳ زره کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري رییس جاويد احمد میوندي په خبره، د وزګارۍ د کچې د کمولو لپاره پرمختيایي چارو کې د ماشينرۍ کارول محدود شوي خو ځای يې بشري قوې نیولی دی.

نوموړی څرګندوي: «موږ له نېکه‌مرغه اوس په خپلو ټولو چارو کې د ماشين د کارولو پر ځای د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره پر بشري قوې ټولې چارې ترسره کوو او همدا لامل دی، چې موږ په نسبي توګه توانېدلي یو وزګارتیا مهار کړو.»

د کندهار لپاره د طالبانو ښاروال حاجي حسن هم وایي: «په کندهار ولایت کې زياتي پروژې د خلکو د غوښتنو پربنسټ عملي کیږی.»

د کندهار اوسېدونکی وایي د وزګارۍ د کمولو او ښاري پراختيا لپاره دې نورې پروژې هم عملي شي.

د حاجي دارو خان په نوم د کندهار د پنځلسمي ناحیې یو قومي مشر وایي، خلک لاهم د روغتيا، کرنې او پوهنې په برخو کې اړتیاوي لري.

نوموړی زیاتوي: «که دلته پرمختیايي پروژې عملي شي، نو يو خو به یې ګټه ولس ته ورسيږي، په دوم قدم کې به د خلکو او ولس ترمنځ واټن هم کم شوی وي.»

د کندهار ښاروالۍ د مسوولينو په خبره سږ کال به توانېږي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ د ۴۵۰ ميلیونه افغانيو پرمختيايي بوديجې په مټ مهمي پرمختیایي پروژې عملي کړي.