افغانستان

په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال تر ټولو خونړۍ پېښې

په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ډېرې خونړۍ پېښې رامنځته شوې. چاودنې، ځانمرګي بریدونه، د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې له هغو پېښو څخه دي، چې ډېر تلفات یې لرل.

د هغو شمېرو پر اساس، چې آمو را ټول کړي ۱۱۸۰ تنه چې ۴۳۵ تنه په کې عام وګړي دي یوازې په چاودنو کې وژل شوي او ۸۰۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنې او ځانمرګي بریدونه

د هغو شمېرو له مخې، چې آمو را ټول کړي؛ ۶۶ امنیتي پېښې په کابل کې شوې، چې په کې ۲۵ ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي.

په دې خونړيو پېښو کې ډېری یې په کابل، بلخ، کندز او سمنګان ولایتونو کې شوي، چې ډېری قربانیان یې عام وګړي، مېرمنې او ماشومان دي.

د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۹مه د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ په چاودنه کې ۹ ماشومان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول. دا ارقام طالبانو خپاره کړي وو.

له دې وروسته په هرات ښار کې د فبرورۍ په ۹مه یوه مسافر وړونکي موټر باندې ماین چاودنه وشوه، چې له امله یې ۷ تنه ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول، د دې پېښې قربانیان عام خلک وو.

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲مه یوه ځانمرګي بریدګر طالب پلوی مشهور دیني عالم مجیب الرحمن انصاري  په هرات کې په نښه کړ او وې واژه. په دې برید کې د مولوي انصاري په ګډون ۴۱ تنه ووژل شول او ۹۵ تنه نور ټپيان شول، د دې پېښې مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.

بلخ ولایت

په ۲۰۲۲ کال کې مزارشریف هم د خونړیو پېښو شاهد پاتې شوی.

د اپرېل په۲۱مه د مزارشریف په سه دُکان جومات کې چاودنې ۳۰ تنه ووژل او ۶۰ نور يې ټپيان کړل، چې د دې پېښې قربانیان عام خلک او شیعه ګان وو.

له همدې پېښې ۸ ورځې وروسته د اپرېل په ۲۸ مه په درېیمه او لسمه ناحیه کې دوه مسافر وړونکي موټر د چاودنې ښکار شوي، چې په یادو پېښو کې ۹ تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول. د دې پېښو مسوولیت هم داعش ډلې ومانه.

په مزار شريف ښار کې وروستۍ خونړۍ پېښه د نوامبر په ۲۹ مه رامنځته شوه، چې په کې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه، چې پکې۲۱ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپيان شول.

کابل ولایت

د اپرېل په ۱۹ مه د عبدالرحیم شهید ښوونځي پر زده کوونکو د کابل په ۱۳مه ناحیه کې چاودنه وشوه، چې پرمهال یې ۲۵ زده کوونکي ووژل شول او ۴۸ تنه نور ټپيان شول.

۱۰ ورځې وروسته د کابل ۶ مه ناحیه کې د «خلیفه صاحب» په جومات کې پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه، چې پرمهال یې ۶۶ تنه ووژل شول او ۷۸ تنه نور ټپيان شول.

د دې سیمې خلکو ویلي، چې دا برید هغه مهال رامنځته شو، چې کله راټول شوي خلک هلته په عبادت بوخت وو.

د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۶مه د محرم د لسمې د «ویر» مراسمو کې چې د کابل شپږمې حوزې کې ترسره کېدل چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې ۲۰ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

د راپورونو پر بنسټ، د دې پېښې ټول قربانیان عام خلک او هزاره وګړي وو. داعش د دې پېښې مسوولیت ومانه.

د اګست میاشتې په ۱۰مه رحیم الله حقاني، چې د طالبانو یو بانفوذه شخص او په کابل کې د حقانیه مدرسې مسوول و په یوه ځانمرګي برید کې په خپله مدرسه کې له ۶ تنو نورو سره ووژل شول.

۱۲ ورځې وروسته د محرم د «ویر» په مراسمو کې د «صدیقیه» په جومات کې پر لمونځ کوونکو بله چاودنه وشوه، چې پرمهال یې ۱۲ تنه ووژل شول او ۳۳ تنه نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې د دې پېښې قربانیان سنيان وو.

خو په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید بیا د ۲۰۲۲ کال تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

د سپتمبر په ۳۰مه سهار مهال د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکي په ټولګي کې د ننه داسې مهال چې د کانکور امتحاني پر آزموینه بوخت وو پرې ځانمرګی برید وشو.

په دې برید کې ۵۷ تنه زده کوونکي ووژل شول او ۱۱۵ تنه نور ټپیان شول. د دې پېښې ډېری قربانیان هزاره نجونې وې. هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت ونه مانه.

د سپتمبر په ۵مه یوه ځانمرګي بریدګر د روسیې سفارت مخې ته ځانته چاودنه ورکړه. د روسي رسنیو د مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې د دوو روسانو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.

کندز‌ ولایت

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۲۲ مه په کندز کې د «مولوي سکندر» په عبادت ځای کې، چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې موقعیت لري چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې ۶۰ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپيان شول. د دې پېښې ټول قربانیان عام خلک وو.

سمنگان ولایت

د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۳۰مه کې د سمنګان ولایت اېبک ښار په جاده بندر کې په «جهادیه مدرسه» کې چاودنې ۱۹ تنه ووژل او ۲۳ تنه نور یې ټپيان کړل. د دې پېښې ډېری قربانیان ماشومان وو.

د امریکایي ځواکونو بې پېلوټه الوتکې برید چې د القاعده شبکې پر مشر د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۰ مه په کابل کې رامنځته شوه. دا  د کال تر ټولو مهمه پېښه وه، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر د القاعدې شبکې د مشر پر کور ترسره شو.

دا پېښه د کابل په شېرپور سیمه کې رامنځته شوه. د دې پېښې قرباني د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري و، چې په کې ووژل شو.

نښتې

په تېر یوه کال کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ په نښتو کې دواړو لوریو ته سخته مرګ ژوبله واوښته.

د مقاومت جبهې ځواکونه د تېرې میاشتې په ۱۷مه په پنجشیر، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې وجنګېدل، چې پرمهال یې دواړه لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې آمو راټول کړي په دې پېښو کې ۵۵۸ ته د مقاومت جبهې پوځیان او طالبان وژل شوي دي.

له دې ډلې ۱۶۲ تنه د مقاومت جبهې کسان له طالبانو سره په نښتو کې په پنجشیر، اندارب او بدخشان کې وژل شوي، چې ۸ تنه یې د دې جبهې قوماندانان وو.

د اندراب نښتې

د مقاومت جبهې لومړنی قوماندان اسدالله اندرابي له خپلو ۵ ملګرو سره د می په ۱۲مه له طالبانو سره په نښته کې د بغلان په بنوي ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دې وروسته د طالبانو او مقاومت جبهې وروستۍ نښته چې په اندراب کې رامنځته شوه په کې خیرمحمد خیرخوا له خپلو ۲۰ تنو ملګرو سره له ۳۰ ساعته جګړې وروسته  د دسمبر په ۱۶مه ووژل شو.

د بغلان سیمه ییزې سرچینې وایي، چې قوماندان خیرخواه د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته په ډزو وژل شوی. په دې پېښه کې د هغه ۳۰ تنه ملګري هم ووژل شول.

د پنجشیر نښتې

د مقاومت جبهې سرتېرو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو پر وړاندې په دې ولایت کې سختې نښتې وکړې. په دې نښتو کې د دواړو لوریو لسګونه کسان ووژل شول.

د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه په پنجشیر کې د سپتمبر په ۱۴ مه رامنځته شوه. په دې پېښه کې ملک خان او خنجر خان چې د دې جبهې له قومندانانو وو له خپلو ۸۰ ملګرو سره د طالبانو له خوا ونیول شول او هغوی په ډله ییز ډول په مرمیو ووژل. په دې نښتو کې د طالبانو هم ۷۰ تنه ووژل شول.

په اکتوبر میاشت کې د مقاومت جبهې یو قوماندان محمدیار له خپلو ۳ زامنو ، وروڼو او درېیو ملګرو سره په پنجشیر کې طالبانو ونیول او وې وژل. د دې پېښې انځورونه په رسنیو کې هم خپاره شول.

د بدخشان پېښې

په بدخشان کې د اکتوبر په ۲۴مه د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ نښته وشوه. په دې نښته کې د بحرالدین او حمیدالله په نوم د مقاومت جبهې دوه قوماندانان له خپلو ۴۲ ملګرو سره ووژل شول. په دې نښتو کې د طالبانو لوري ته هم ۳۶ تنه تلفات اوښتي وو.

مقاومت جبهې په خپل کلني راپور کې چې د سپتمبر په ۳مه یې خپور کړ وویل؛ چې د دوی او د طالبانو ترمنځ په نښتو کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمایي د ۲۰۲۲ کال د اګست تر نیمه پورې ۷۱۵ تنه طالبان او ۱۲۱ تنه د مقاومت جبهې غړي وژل شوي دي.

د طالبانو له لوري د عامو خلکو وژل کېدل

طالبان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشیر، اندراب او بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسګونه عامو خلکو په وژنه تورن دي.

د آمو د راټولو کړو مالوماتو پر اساس په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ تنه عام وګړي په پنجشیر کې او ۱۹ تنه هم په اندراب کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

بل لور ته یوناما هم په خپل ۶ میاشتني راپور کې چې د جولای په ۲۰مه خپور شوی ويلي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمایي د ۲۰۲۲ کال تر اګسټ پورې په افغانستان کې ۷۰۰ تنه عام خلک وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپيان شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې ۱۶۰ تنه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

یوناما هم په خپل تازه درې میاشتني راپور کې  چې د دسمبر په ۱۷ مه یې خپور کړی ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمایي د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر نیمايي پورې ۱۵۵۸ امنیتي پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

کومې شمېرې چې آمو را ټولې کړې د پوځيانو او عامو خلکو یوه برخه تلفات په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوي دي.

له بلې خوا، د سالنګ په تونل کې د اور لګېدنې مرګ ژوبله هم خواشینوونکې وه. دا پېښه د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۶مه ماښام مهال رامنځته شوه.

لومړی یوه ټانکر موټر چې له تېلو بار وو د سالنګ په تونل کې اور واخیست، چې په پایله کې یې لسګونه نور موټر هم په دې تونل کې وسوځېدل.

په دې پېښه کې ۸۷ تنه ووژل شول او ۹۰ نور سخت ټپیان شول.

طالبانو د دې پېښې په تړاو رسنیو ته کم معلومات ورکړل او تر ډېره یې هڅه کړې، چې د پېښو زیانونه کم وښيي.