د ملګروملتونو سازمان پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي د ممنوعیت پروړاندې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه به افغانستان ته د مرستو پر لېږلو اغېزه وکړي.
د دغه سازمان په اعلامیه کې چې څو ساعته مخې خپره شوې راغلي: «د نادولتي سازمانونو او نړیوالو بنسټونو ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کړې دي چې دغه کار په هېواد کې پر بشردوستانه عملیاتو له دې جملې د ملګروملتونو سازمان پر عملیات او د توکو پر سپارلو بېړنۍ او د پام وړ اغېز ولري. مرستې او روغتیایي کار او دا چې دغه محدودیتونه د خلکو پروړاندې د طالبانو د ژمنو او همداراز د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف دي.»
د دغې بیانیې په بله برخه کې راغلي چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ملګروملتونو سازمان له ځانګړي استازي یا «د مرستې له ماموریت» څخه خپل بشپړ ملاتړ لري.
هغه څه چې د ملګروملتونو په سازمان کې د ناروې استازولۍ د ملګروملتونو سازمان د بیانیې په خپرولو له دې چې پوهنتونونو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی ځنډول شوی دی، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په یوه ټویت کې چې څو ساعته مخکې د ناروې د استازولۍ دفتر یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په استازیتوب خپور کړی پکې راغلي: «د ملګروملتونو امنیت شورا له هغو راپورونو چې طالبانو ښځینه کارکوونکې په نادولتي سازمانونو او نړیوالو بنسټونو کې له کارکولو منع کړې، اندېښنه څرګنده کړې ده.»
په دې لړ کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په راپورونو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
افغانستان کې نړیوالو بنسټونو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تلو د طالبانو د بندیز له پرېکړې وروسته ۷ لویو بهرنیو بنسټونو له دې جملې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سویډن کمېټې او د ناورې د پناهغوښتونکو شورا افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.