افغانستان

کرزی: د اشرف غني تلو هر څه ګډوډ کړل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې له هېواده د اشرف غني تېښته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له خوا د افغانستان د سقوط لامل دی.

ښاغلي کرزي له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې چې سه شنبې د مرغومي په شپږمه نېټه خپره شوې ویلي: «د خدماتو په وړاندې کولو کې د فساد او بډې اخیستو بشپړ مسوولیت پرغاړه اخلو، خو لوی قراردادونه، لوی فساد، سلګونه یا میلیونه ډالر په ښکاره د امریکا کار و.»

کرزي زیاته کړې: «طالبان هر ډول حرکت څاري او له پلازمیني د هغه د وتلو مخنیوی یې کړی دی.»

په دې لړ کې کرزی د ننه په افغانستان کې د طالبانو په مهم منتقد بدل شوی او له طالبانو غواړي چې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو ښوونځي ته ولاړې شي او داسې دولت جوړ کړي چې د هېواد د قومي تنوع منعکسوونکی وي.

کرزي په دوام کې وویل: «په افغانستان کې جګړه، زموږ جګړه نه وه، زه په هغه جګړه کې د افغانستان د کلیو او کورونو خلاف د امریکا شریک نه وم، له هغې شېبې چې پوه شوم هغه جګړه چې د ترهګرۍ د ماتې په نوم ترسره کېږي، په اصل کې د افغانستان د خلکو خلاف ده، بدل شوم.»

هغه زیاته کړه: «ما له همدې امله طالبان وروڼه وبلل.»

حامد کرزي څرګنده کړه چې خپلې ټولې هڅې کوي ترڅو د افغانستان نوي واکمن درک کړي. اوس د هغه ژوند د دوی له ژوند سره یو ځای شوی دی.

کرزي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره د خپلې پرېکړې په اړه وویل: زه د خپل امنیت په اړه ډاډمن نه وم او هېڅکله مې هېواد نه پرېښوده او نه ترې ځم، دا زما هېواد دی.

حامد کرزي ټینګار کړی چې د طالبانو له یوه لوړپوړي چارواکي سره یې د ملي خبرواترو د اړتیا په اړه بحث کړی دی.

کرزي زیاته کړې چې طالبان له ملي خبرواترو سره موافق دي او هغه په دې هکله محتاطانه هیله مندي لري.

ښاغلي کرزي همداراز وویل چې د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په اړه د امریکا له پرېکړې سره سخت مخالف دی.

کرزی باوري دی، دا امریکا ده چې د افغانستان د برخلیک وروستی مسوولیت پرغاړه لري.

نوموړی ټینګار لري چې هغه په خپل هېواد کې د حضور او خپلو بچیانو د زده کړو له ترسره کولو پرته بله هیله نه لري.

له بلې خوا، حامد کرزی په دې ورځو کې تقریباً هره ورځ د افغانستان له سیاستوالو، مذهبي مشرانو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره ګوري او په منظم ډول له امریکايي، اروپايي او د ملګروملتونو سازمان له چارواکو سره خبرې کوي.

نوموړی ځینې وختونه په خپل کور کې د ناستو د تصویرونو په اړه ټویټ کوی.

په دې لړ کې؛ په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي عبدالحق حماد وویل: کرزی لومړنی کس و چې له امریکایانو سره یې د افغانستان د اشغال لپاره همکاري وکړه.

هغه زیاته کړه: «نوموړي د اشغال مشري کوله، نو څرنګه کولای شو پرې باور وکړو؟»

دا په داسې حال کې دي چې ډېری افغانان، حامد کرزی د خپلو محافظه کارانه سیاستونو له امله چې د خپلې ولسمشرۍ پرمهال یې د طالبانو په وړاندې لرل، غندي.