سوداګري

بدخشان کې د موسمي بارانونو له امله د شاتو د تولید کموالي

بدخشان ولایت کې د شاتو تولید د وروستیو ورښتونو له امله د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

بدخشان کې یو شمېر فارم لرونکي وایي چې موسمي بارانونه په دغه ولایت کې د شاتو د تولید د کموالي لامل شوي دي.

د بدخشان خالص ګبین ښه کیفیت لري چې د نورو ولایتونو په پرتله له ځانګړي شهرته برخمن دي.

د تېر کال د شمېرو له مخې، په دې کال کې په بدخشان ولایت کې ۱۱۳ ټنه شات تولید شوي وو؛ خو په روان کال کې دغه کچه ۴۸ ټنو ته رسېدلې ده چې ۷۰ سلنه کموالی ښيي.

په دغه ولایت کې د شاتو مچیو یو فارم لرونکی کریم‌الله شریفي وایي: «د بدخشان شات لوړ کیفیت لري؛ خو په دې وروستیو کې په بازارونو کې بې کیفیته او ناخالص ګبین پلورل کېږيئ.»

هغه وایي: «فارم لرونکي بازار ته خالص ګبین وړاندې کوي. ناخالص شات له بهر څخه بدخشان ته راوړل او په کمه بیه پلورل کېږي، په دې کار سره غواړي د بدخشان د شاتو ارزښت ته زیان ورسوي.»

هغه له طالبانو غواړي د هغو کسانو مخه ونیسي چې ناخالص ګبین تولیدوي.

په همدې حال کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وایي کوم شات چې د دغه ولایت په بازار کې پلورل کېږي خالص نه دي او په پراخه کچه بوره او نور څه پکې ګډ دي.

رامین اندېشور چې د ګبین پېرلو لپاره بازار ته راغلی وایي، چې ټولې هټۍ یې کتلې دي؛ خو له دوو هټیو پرته له نورو سره ناخالص شات وو.

هغه دوام ورکړ: «که دا وضعیت دوام ومومي کوم اعتبار چې د بدخشان شات یې لري له منځه ځي.»

د بدخشان د کرنې په ریاست کې د حشراتو کارپوه ګل‌دار ایوبي وایي: «د بدخشان شات د کیفیت له پلوه په افغانستان کې خپل ځای لري. د کرنې ریاست په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو ته وده ورکړي.»

اوسمهال د بدخشان په بازار کې یوه کیلو خالص ګبین په ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې د شنو سیمو، ځنګلونو او ګلانو په لرلو د شاتو مچیو د فارمونو لپاره مناسب ځای دی. بدخشان کې اوسهال د شاتو د مچیو ۵۹۱ فارمونه فعال دي چې ۱۶۰۰ کندو ګبین تولیدوي.