افغانستان

نیمروز کې طالبان له یوې کیلو تریاکو ۶۰۰ افغانۍ مالیه اخلي

په نیمروز ولایت کې د نشه يي توکو یو شمېر قاچاق کوونکو آمو ته وویل چې طالبان د «مالیې» د ورکړې په بدل کې په رسمي توګه دوی ته د نشه یي توکو د لېږد پارچې ورکوي.

په داسې حال کې چې نیمروز تل ایران ته د نشه يي توکو د قاچاق یوه اصلي لاره ده، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي او قاچاق کوونکي آمو ته وایي چې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، اوسمهال له دې ولایته په «رسمي» توګه قاچاق ترسره کېږي.

د قاچاق کوونکو کیسې

۳۵ کلن غفور څه موده مخکې د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه ددې ولایت کنګ ولسوالۍ ته د نشه يي توکو په قاچاق بوخت و، د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د نشه يي توکو د لېږد بهیر آسانه شوی دی.

هغه زیاتوي چې طالبان د نشه یي توکو له ټولو لېږدوونکو موټرو مالیه اخلي او قاچاق کوونکي هم په «ډاډه زړه» د دې ولایت له کنګ ولسوالۍ څخه چې د ایران په پوله پرته ده نشه یي توکي لېږدوي.

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي چې په امنیتي لاملونو نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي آمو ته وایي چې طالبان د نشه یي توکو د لېږد لپاره، یوه ټوټه کاغذ ورکوي چې د دوی له خوا د دغو موادو د «محصول کېدو» په مانا دي.

ددغې سرچینې په وینا، کله چې قاچاق کوونکي د مالیې د ورکړې پارچې (د پیسو رسید) پرته چې طالبان یې «ګمرکي» بولي، وغواړي مواد ایران ته ولېږدوي، طالبان ټولو بستو ته پر پارچه ورکولو سربېره، لېږدوونکی هم جریمه کوي.

دا سرچینه د نشه یي توکو د مخنیوي او کښت په اړه د طالبانو پر دوه ګوني سیاست په نیوکې سره وايي: «طالبان له یوې خوا په ځینو سیمو کې د بنګو کروندې تخریبوي او له بله پلوه، پر موادو د مالیې په لګولو سره، له هغو کروندګرو چې کوکنار کري هم مالیه اخلي.»

طالبان څه ډول مالیه اخلي؟

د نشه یي توکو د یوه قاچاق کوونکي په وینا، طالبان په لومړي سر کې د نشه يي توکو د ساتلو له ځایه او دوهم ځل د تحویلولو یا له پولې د تېرېدو پرمهال له قاچاق کوونکو مالیه اخلي.

د نشه يي توکو دغه قاچاق کوونکی وایي چې طالبان له قاچاق کوونکو د هرې یوې کیلو تریاکو په بدل کې له هغوی ۶۰۰ افغانۍ اخلي.

هغه زیاته کړه: «درې سوه افغانۍ د کورني ګمرک او ۳۰۰ افغانۍ هم د خارجي ګمرک په نوم اخیستل کېږي، له ګمرک وروسته، قاچاق کوونکی کولای شي نشه يي توکي له هېواده بهر ته یوسي.»

دغې سرچینې وویل: «د جمهوریت په دوره کې، هره ډله چې په هره سیمه کې وه، د هماغه سیمې مرکز ته یې د هرې کیلو تریاکو په بدل کې ۵۰ زره تومان د رشوت په توګه ورکول؛ خو سخته وه؛ ځکه که له نشه يي توکو سره نیول کېدل، څو کاله زنداني کېدل؛ خو اوس آسانه شوي؛ ځکه چې له زندانه وېره نه لري، ددې لپاره چې نشه يي توکي ګمرک کوي.»

په نیمروز کې د غفور په نوم د نشه يي توکو یوه قاچاق کوونکي وویل چې د تېر حکومت پرمهال، قاچاق کوونکو ډېر وختونه «د شپې له خوا او په داسې حال کې چې د موټرو چراغونه به یې مړه وو»، نشه يي توکي به یې لېږدول؛ خو اوس طالبانو ته د مالیې په ورکولو شپه او ورځ ددغو توکو د لېږد په وړاندې خنډ نشته.

د نیمروز ولایت دغو قاچاق کوونکو وویل چې د نشه يي توکو د کښت او پلور په اړه د طالبانو د مشر فرمان، د دغو توکو د بیو د زیاتوالي لامل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې له دې مخکې یو کیلو تریاک یو میلیون او ۵۰۰ زره تومانه (۳۸۰۰ افغانۍ) وو خو اوس ۱۵ میلیون تومانو (۳۷۰۰۰) افغانیو ته رسېدلي دي.

د کنګ ولسوالي یوه بل اوسېدونکي آمو ته وویل: «په تېرو شلو کلونو کې، د نشه يي توکو قاچاق کوونکو، نشه يي توکي په آسانۍ نه شوای لېږدولای؛ خو اوس چې طالبانو دا کار د دوی لپاره آسانه کړی، یوازينۍ ستونزه د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو په پوستو کې د شپې دوربینونه دي.»

طالبان څه وايي؟

په نیمروز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر ګل محمد قدرت د آمو د خبریال په غبرګون کې په دې اړه چې ولې د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند نه کېږي وویل: «د نیمروز ولایت امنیه قومانداني او له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکي شپه او ورځ هڅه کوي چې ددغه راز معاملو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه: «هره ورځ هغه کسان چې د نشه يي توکو د پېر او پلور په برخه کې فعالیت لري نیول کېږي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې نسبتي دوسیې لېږدول کېږي.»

په مچنوغزو سره د موادو غورځول

د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي آمو ته وايي، که څه هم طالبان د افغانستان له پولو بهر د نشه يي توکو د قاچاق مخه نه نیسي؛ خو د پولې هغې غاړې ته، قاچاق کوونکي د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو له خوا له جدي خطر سره مخ دي.

له بلې خوا، د نشه يي توکو قاچاق کوونکو له طالبانو سره په همغږۍ، د «مچنوغزې» په جوړولو د ځان لپاره د نشه توکو د لېږد لار آسانه او کم خطره کړې ده.

د کنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی آمو ته وایي چې مچنوغزه له پنځو کلونو راهیسې له سرحدي برخو ایران ته د توکو د لېږد لپاره کارول کېږي.

هغه وویل: «په لومړیو کې دا کار (قاچاق) اسانه و، ځکه د ایرانیانو په پوسته کې د شپې دوربینونه نه وو؛ خو وروسته دوربینونه ولګول شول او د قاچاقبرانو کار هم ستونزمن شو. له هغې وروسته هغوی (قاچاقبران) د هوا له لارې د نشه‌یي توکو د لېږد په فکر شول؛ ځکه د قاچاقبر لپاره پکې خطر نه و او له همدې امله یې مچنوغزه جوړه کړه.»

د نشه‌یي توکو یو قاچاقوونکی غفور وايي، هره کیلو نشه‌یي توکي چې په ضمانت سره په مچنوغزه کې غورځول کېږي، ۸۰۰ زره تومان (۲۰۰۰ افغانۍ) او له ضمانت پرته هره کیلو په ۲۰۰ زره تومان (۵۲۰ افغانۍ) دي.

هغه زیاتوي: «په قاچاق کې ۵ تنه شریکان دي. یو د موادو څښتن، بل تر کنګ ولسوالۍ لېږدونکی، دوه تنه چې په مچنوغزه کې یې غورځوي او هغه کس چې د ایران په خاوره کې یې بېرته پیدا کوي او اخلي یې؛ یعني په هره کیلو کې چې غورځول کېږي ۱۰۰ زره تومان (۲۶۰ افغانۍ) د افغانستان کس او ۱۰۰ زره تومان د ایران کس ته ورکول کېږي.» هغه وویل چې په دغه کار کې د هغه کس رول چې مواد په مچنوغزې یا مجنیق سره لېږدوي او هغه کس چې د افغانستان له پولې اخوا یې اخلي ډېر مهم دی.

مچنوغزه (مجنیق) څه دي؟

صدیق‌الله له هغو کسانو دی چې مخکې یې په مچنوغزې نشه‌یی توکي غورځول او وروسته له هغې چې د موادو د غورځولو پرمهال یې پوښتۍ ماتې شوې، له دغه کاره یې لاس اخیستی دی. هغه وایي چې مچنوغزه له وسپنې، جیر (یو ډول چرم)، کچ، سمنټ او بوجۍ څخه جوړېږي.

صدیق‌الله په دوام کې زیاته کړه چې د مچنوغزې کاروونکي په یوه لوړ ځای کې یو ځای ژوروي چې ښکته خوا ته د مچنوغزې د کشولو او ځای‌پرځای کولو امکان ولري او هلته په هر ځل یوه کیلو توکي له پولې اخوا غورځوي.

د صدیق په وینا مواد وروسته له هغې چې د طالبانو د ګمرک ټاپه ترلاسه کوي، هغه ځای ته لېږدول کېږي چې مچنوغزه پکې ځای پر ځای شوې ده.

د نوموړي په وینا دویم پړاو په نښه کول دي ترڅو له پولې اخوا کس وکولای شي خپل مواد په اسانۍ سره له نښې وپېژني.

صدیق وایي چې په ټولو ساعتونو او دقیقو کې چې مواد یې د مچنوغزې له لارې غورځول، له پولې اخوا د موادو له راټولونکي سره یې اړیکه لرله.

هغه ټینګار کوي چې د موادو د لېږدولو پرمهال د دواړو لوریو اړیکه چې په ایراني سیمکارت ټینګېږي نه پرې کېږي.

صدیق‌الله زیاتوي: «کوم مواد چې د مچنوغزې په مرسته ۲۰۰ تر ۵۰۰ مترونو پورې اخوا غورځول کېږي، له پولې اخوا له راټولولو وروسته په موټر کې ځای‌پرځای او تر موخې رسول کېږي. څوک چې مواد د مچنوغزې له لارې لېږدوي باید وړتیا ولري ترڅو مواد نامعلوم لوري ته ونه غورځول شي او په بشپړ پام سره باید دا کار ترسره کړي؛ که نه د موادو تاوان ترې اخیستل کېږي.»

د هغه په وینا دا مواد له یوې ویالې چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې ده او د هغه کانال له لارې چې د ایران سرحدي دیوال ته نږدې دی، غورځول کېږي.

دی وایي، چې که ایراني سرتېري لېږد رالېږد وویني، هغوی نیسي او یا هم ډزې پرې کوي.

یوه بله سرچینه د لیندۍ پر ۱۶ د کنګ ولسوالۍ په شیراحمد ماککي کلي کې د ایراني پوله ساتونکو او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي. د دغې سرچینې په وینا له افغانستانه ایران ته د نشه‌یي توکو د لېږد پرمهال د ایران سرحدي ځواکونو پر قاچاقبرانو ډزې کړې او په پایله کې د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ سخته نښته شوې ده؛ که څه هم نیمروز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیب‌الله الهام سرحدي نښته رد کړې او هغه یې د سرحدي ځواکونو تېروتنه بللې وه؛ خو د ماسپښین شاوخوا ۳ درې بجې ځایي سرچینو د نشه‌یي توکو د قاچاق له امله د نښتې راپور ورکړی و.

د نیمروز ولایت د جنایي مدیریت د راپور له مخې د ۱۴۰۱ کال په لومړۍ میاشت کې نیمروز کې د کمو نشه‌یي توکو د پلور له امله ۹۵ تنه نیول شوي او سزا ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه کسان په ښار کې د کمو نشه‌يي یي توکو د پلور له امله نیول او سزا ورکول کېږي؛ خو هغه نشه‌یي توکي چې قاچاقبران یې له پولې اخوا وړي ملاتړ ترې کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې افغانستان په نړۍ کې د تریاکو ترټولو ستر تولیدوونکی دی او د نړۍ تر ۸۵ سلنه زیات تریاک د دغه هېواد له خوا برابرېږي.