د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو حکومت چمن – سپین بولدک بندر کې د یکشنبې ورځې د برید له امله له دغه هېواده بښنه غوښتې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پرون د دغه هېواد په پارلمان کې په یوه ناسته کې ویلي چې دغه برید د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو له خوا پیل شوی او اوس دا ستونزه هواره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ دغه پېښه د تاسف وړ وبلله او له طالبانو یې وغوښتل له داسې پېښو چې د تاوتریخوالي لامل کېږي مخنیوی وکړي.
د یکشنبې ورځې پر ماسپښین د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ د سرو اوبو په سیمه کې نښته داسې مهال رامنځته شوه چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله، د افغانستان په خاوره کې د خپلې امنیتي پوستې د جوړولو لپاره د اغزن تار وغځوي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي چې طالبانو په یوه «غیر موجه» اقدام کې ډزې پیل کړې او د دغو ډزو په پایله کې یې ۶ پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ همداراز په دې اړه ویلي چې د دغه هېواد دولت کابل کې د طالبانو له چارواکو سره د وضعیت د «جدیت» په تړاو اړیکه نیولې ده او د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.
خو کندهار کې د طالبانو پولیس وایي چې لومړی پاکستاني سرتېرو پر طالبانو ډزې کړې دي او وروسته طالب جنګیالي ورسره نښتي دي.
طالبانو په دې نښته کې د خپل یوه پوځي وژل کېدل او د درېیو ملکي وګړو په ګډون د ۱۳ تنو ټپي کېدل تایید کړي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له دغې نښتې څو ساعته وروسته پر خپله ټویټرپاڼه طالبان په چمن سیمه کې د ملکي وګړو پر وژلو تورن کړي دي.
ښاغلي صادق ویلي چې د ۶ تنو پر وژل کېدو سربېره ۱۶ نور پاکستانیان ټپیان شوي دي.