د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکو د آمو له خبریال سره په جلا جلا څرګندونو کې په تېرو شپاړسو میاشتو کې د هدفي او مرموزو وژنو خبر ورکړی دی.
دوی وايي چې په وروستۍ میاشت کې کابو شپږ ښځې او لس نارینه په دې ولایت کې په مرموز ډول وژل شوي خو ددغو قربانیانو خپلوان د طالبانو له وېرې نه غواړي چې دا پېښې په رسنیو کې خپرې شي.
مدني فعاله سما محمدي په دې اړه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری کسان چې په مرموز ډول وژل شوي، مخکیني پوځیان او د مدني ټولنې غړي وو.
نوموړې د طالبانو له خوا د ښځو وژنو ته په اشارې سره وايي چې طالبان د ښځو او نجونو په وژلو سره غواړي ټولو افغان مېرمنو ته دا پیغام ورسوی چې د خپل حق لپاره غږ پورته نه کړي.
هغه زیاتوي: «غواړي ددې ولایت ټولو ښځو ته دا پیغام ورسوي چې که دوی خپل غږ پورته کړي او یا له طالبانو سره مخالفت وکړي له دې ته ورته برخلیک سره به مخ شي.»
د مزارشریف ښار یو ډاکتر احمد وايي چې په ښار کې د څو قتلونو شاهد و.
دغه ډاکتر د آمو خبریال ته وایي چې په تېره یوه اونۍ کې دوې ښځې او څلور نارینه له خپلو کورنیو ایستل شوې او وژلې یې دي.
احمد زیاتوي: «په همدې تېره اونۍ کې دوې ښځې او څلور نارینه د طالبانو له خوا نیمه شپه له کورونو ایستل شوې او وژل شوې دي. طالبان آن اجازه نه ورکوي چې د وژل شویو مېرمنو هویت افشا شي او په پټه یې د شپې له خوا خاورو ته سپاري.»
په بلخ کې د مدني ټولنې غړي د وژنو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په بلخ ولایت کې د مرموزو وژنو مسوول طالبان دي.
د مدني تولنې یو غړي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: «طالبان د خپلې بقا لپاره هڅه کوي چې د مخکیني دولت کسان او غړي په بېلابېلو ډولو له منځه یوسي او د رسنیو له لارې د ناپېژانده وسله والو، غلو او یله ګرو په نوم یې لېستونه خپروي.»
په بلخ کې د مدني ټولنې یو غړی حیدري وایي: «طالبانو د وژنو بڼه په دوو برخو وېشلې یوه مخامخ جګړه او بله د یو شمېر قومونو د غړو پراخه وژنه چې د دوی تر واکمنۍ لاندې دي او په مرموز ډول وژل کېږي، آن هویت یې نه افشا کېږي.»
د مدني ټولنې د فعالینو په وینا یو لامل چې تراوسه د قربانیانو د کورنیو غړو ددغو وژنو په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړې، هغه ګواښونه دي چې د طالبانو له خوا ورسره مخ دي.
موږ هڅه وکړه چې ددغو وژنو په هکله له طالبانو سره خبرې وکړو، خو په بلخ کې د طالبانو مسوولین په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.