افغانستان

هلمند کې جګړو ځپلې کورنۍ د بشري مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي

د جګړه ځپلي هلمند هغه اوسېدونکي، چې د تېرو کلونو په جګړو کې ورته مالي او ځاني زيانونه اوښتي په دغه ولایت کې د بشردوستانه مرستو پر وېش نیوکه کوي.

دوی وایي مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې اړيکې ولري.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجنیر سیمې اوسېدونکی غلام رسول وايي، پوره یو کال کېږي چي د نړیدلو کورونو د بیا جوړوني په لېست کی یې نوم  لیکل شوی خو لا هم له دغې مرستې بې برخې پاتې دی.

غلام رسول وایي کور يې هلمند کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی، چې اوس یې د رغولو وس نه لري.

نوموړی زیاتوي: «زموږ کور په تېرو جګړو کې ويجاړ شو، زه نشم کولای، چې اوس دغه کور جوړ کړم، د مرستې لپاره زموږ نومونه ليکل شوي، خو مرسته نورو خلکو ته ورکول کېږي.»

د هلمند ولایت يو شمېر نور اوسېدونکي هم وايي، چې وروستیو جګړو يې کورونه ويجاړ او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی په هلمند کې د بشري مرستو د وېش مسوولينو پر توپيري چلند نيوکه کوي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شريف وایي، د نړيوالو بنسټونو په ټولو مرستو کې د مور او میرې چلند کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ اوس ددې وس نه لرو، چې په جګړو کې وران شوي کورونه ورغوو او نه هم بل څوک له موږ سره مرسته کوي، تر څو له دغه حالته وژغورل شو، دلته د مرستو په وېش کې توپيري چلند کېږي او واقعي اړمنو ته نه رسېږي.»

په ورته وخت کې بیا د هلمند لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس الله داد انقيادي ددغو جګړه ځپلو کورنیو ادعاوې بې بنسټه بولي او وایې د بشري مرستو په وېش کې روڼتیا موجوده ده.

هغه زیاتوي: «زه دا ادعاوې ردوم ځکه واقعیت نه لري، او زموږ لپاره روڼتیا سره کرښه ده.»

هلمند چې وروستیو جګړو يې اوسېدونکي ځپلي، د ژمي په راتګ سره د بیړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت د کډوالو چارو رياست ویلي، چې په دې ولایت کې يې د يوه کال په موده کې ۴۵ زره بېوزله کورنیو ته بشري مرستې رسولې دي.