افغانستان

د طالبانو د مشر له فرمانه سرغړونه او په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق دوام

د طالبانو د مشر له خوا د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق له مخنیوي سره سره، لاهم داسې ګمان کېږي چې په افغانستان کې کوکنار په پراخه توګه کرل، تولید او قاچاقېږي.

اته میاشتې مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده په یوه فرمان کې په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت، استعمال، لېږد، پېر و پلور، واردات او صادرات په کلکه بند کړي او ټینګار یې کړی که څوک په دې اړه سرغړونه وکړي سزا ورکول کېږي.

د افغانستان په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو څرګندونې او خبرپاڼو خپرول د یوې خبرې تر حده دي او ددې ډلې ټول غړي ددغو توکو کاروبار کوي.

د هرات ښار اوسېدونکی سیدرستم وایي: «دا چې طالبان وایي، د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق منعه دی، ټول دروغ دي. دوی له ځینو خلکو سره ددې موضوع په خاطر چلند کوي؛ خو خپل کسان یې د نشه یي توکو تر ټولو لوی قاچاق کوونکي دي.»

د فراه ولایت اوسېدونکی مودود هم د نشه يي توکو د کارولو او ځوانانو د روږدي کولو په اړه وايي: «زموږ ټول ځوانان دغو موادو له منځه وړي او لوی لامل یې همدا طالبان دي چې له کلونو راهیسې، له هغو کسانو سره چې دا مواد یې کرل، چلند نه دی کړی او باید د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخه ونیول شي.»

طالبان په داسې حال کې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي چې په تېرو وختونو کې د دوی د قاچاق تر ټولو لویه سرچینه وه.

ددغو اوسېدونکو د اندېښنو ترڅنګ، د نشه يي توکو د کنټرول نړیوال بورډ هم په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه بزګران چې کوکنار کري، باید ورته بدل کښت هم برابر شي او د روږدو په تېره بیا ښځینه روږدو د درملنې لپاره چټک او اغېزمن ګامونه پورته شي.

د نشه يي توکو د کنټرول نړیوال نړیوال بورډ له نړیوالو بنسټونو او بشري سازمانونو غوښتي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات نه شي.

طالبان په داسې حال کې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پرمخنیوي ټینګار کوي چې په تېرو وختونو کې یې د عواید لویه سرچینه نشه يي توکو قاچاق و.

خو له دغو اندېښنو سره، د طالبانو ویاند ادعا کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت (ادارې) ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې خپره شوې خبرپاڼه واقعیت نه لري.

له بلې خوا، د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي ترهغه چې په افغانستان کې قانونمند حکومت جوړ نه شي او کروندګرو ته بدل کښت معرفي نه کړي یا جګړه پای ته ونه رسېږي، د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق هم پای ته نه رسېږي.

د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وایي: «افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتلو راهیسې د نشه يي توکو کښت پيل شو او څو کلنه جکړه ددې لامل شوه چې په افغانستان کې د دغو توکو کښت، قاچاق او کارول زیات شي.»

نوموړی زیاتوي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې یو شمېر جګړه مارې ډلې، په تېره بیا طالبان د نشه يي توکو له کښت او تولید څخه د تمویل د سرچینې په توګه کار اخلي او به اوسني وخت کې د دې ډلې ترواک لاندې سیمو کې دا توکي کرل او قاچاق کېږي.

غیور، د طالبانو له خوا د نشه يي توکو د کښت فرمان بې مورده بللی او زیاتوي چې دا فرمان، تبلیغاتي، ظاهري او نمایشي بڼه لري. نوموړی وایي: «د جګړې پر پای ته رسېدو او د داسې حکومت پر جوړولو ټینګار چې د خلکو ټولو اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي، ددې ستونزې د حل لاره ده؛ خو له دې ډول بې پروګرامه او له نړۍ سره له تعامل پرته حکومت (دارې) سره به له افغانستان د نشه يي توکو ټغر ورټول نه شي.»

هلمند ولایت د هېواد په سویل کې چې له پاکستان سره په پوله پروت دی او همداراز د افغانستان په لوېدیځ کې فراه ولایت چې له ایران سره پوله لري، د نشه يي توکو لوی تولیدونکي او قاچاق کوونکي بلل کېږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د روان هجري لمریز کال د وري په میاشت کې په یوه فرمان کې په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع کړی دی.