ښځې

ننګرهار کې یوه بنسټ ۲۰۰ کونډو او بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

ننګرهار کې د ګلبهار په نامه یوه خصوصي خیریه بنسټ د دې ولایت لسګونه هغو بېوزلو او کونډو مېرمنو ته د کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې، چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابرولو وس یې نه درلود.

د دغه بنسټ د مطبوعاتو مسوول عبدالرازق همدرد وایي، چې دوی تازه د دې ولایت په ثمرخېلو سیمه کې د ۴۰ نورو کونډو او بې وزله ښځو لپاره د خیاطۍ یوې میاشتنۍ مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې.

همدرد زیاتوي دوی دغو ښځو ته لومړی د خیاطۍ په برخه کې یوه میاشت مسلکي روزنه ورکوي او له فراغت سره سم به ورته په وړیا توګه کاري وسایل ورکړي.

د همدرد په خبره د دوی د دې کار موخه د بې وزله کورنیو ځان بسیاینه ده.

نوموړی وایي، تر دې دمه یې شاوخوا ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ په برخه کې روزنه او په وړیا ډول وسایل ورکړي ترڅو دوی د خپلو کورنیو اړتیاوې پرې برابرې کړي.

هغه زیاتوي: «موږ په ټول کې ۲۰۰ مېرمنو ته دا ډول وسایل وېشلي، چې هغوی بېوزله وې او د کار وبار د برابرولو توان یې نه درلود. دلته روزنه ورکوو او بیا یې خپلو کورونو ته له وسایلو سره لېږو څو د ځان لپاره کار وکړي او په ځان بسیا شي.»

د همدرد په خبره په دوی کې هغه مېرمنې شاملې دي، چې د کور مسوولیت پر غاړه لري او یا هم له بد اقتصادي وضعیته کړېږي.

په دې روزنیز پروګرام کې شاملې مېرمنې هم دغه اقدام او لاسنیوي ته هیله مندې دي.

دوی وایي، دا به یې په ورځني ژوند کې تر یوه بریده ستونزې آسانه کړي او تر روزنې وروسته به وکولی شي په خپل کور کې د کورنۍ لپاره روزي وګټي.

یو کونډه مېرمن زرمینه وایي: «زما خو په کور کې یو ماشوم شته چې کار کوي، هغه چې هېڅوک نه لري څه به کوي، دا يو ښه کار دی دوی به وکولی شي له دې وروسته خپلې ستونزې حل کړي. هیله لرو دا ډول کاري زمینې ډېرې شي.»

ددې پروګرام یوه بله ګډون واله آمینه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې اوسنیو حالاتو کې ورسره دا مرسته وشوه او دوی ته روزنیز پروګرام پيل شو.

هغه زیاتوي: «نن مو دویمه، درېیمه ورځ ده خوشحاله یو موږ غریب خلک یو، له موږ سره باید مرسته وشي، دا ډول بېوزله ډېر دي حیران دي.»

آمینه له طالبانو او سوداګرو غواړي، چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې د افغان بېوزله ولس لاسنیوی وکړي او د محدودیتونو ور اخوا دې دوی ته د کار زمینه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد بنسټ پر ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خیریه فعالیتونه لري او پلان لري، چې د بې وزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ زده کړې دغه لړۍ د ننګرهار لیرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم دا ډول اقدامات د ټولنې په اقتصادي کې ګټور بولي او ټینګار کوي، چې طالبان دې په دې برخه کې افغان پانګوال وهڅوي ترڅو د خلکو لپاره د کار زمینه برابره او دوی د ځان بسیاینې پر لور وهڅوي.

دوی وایي، که طالبان یوازې محدودیتونه لګوي نو د دوی او ولس ترمنځ به واټن لازیات شي.