افغانستان

د څلورو ولایتونو اوسېدونکې د بې وزلۍتر کرښې لاندې ژوند کوي

د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د طالبانو له خوا د هېواد د سرې مياشتې ټولني مرستيال نورالدین ترابي وایي چې دا مهال د ټول هېواد په کچه د غور، دايکندي، ارزګان او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي د بې وزلي او لوږې، د تر ټولو لوړې کچې سره مخ دي او بیړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترابي د زابل په سيوري ولسوالۍ کې خبريالانو ته وویل، که له اړمنو سره مرستي ونه شي، په ژمي کې به حالت نور هم خراب شي.

نوموړی زیاتوي: «غور، دايکندي، ارزګان او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې اوسېدونکي يې له سختې لوږې سره مخ دي او موږ په دې اړه په دغو ولایتونو کې د بیړنو بشري مرستو د ترسره کولو غوښتنه کوو.»

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنی دغه چارواکی وایي، د نړيوالې ټولنې مرستې بنسټيزي نه دي او د اړمنو کسانو لس سلنه اړتیا هم نشي پوره کولای.

ترابي له نړيوالو مرستندویه بشري بنسټونو وغوښتل، چې اړتیاوو او لومړيتوبونو ته په کتو مرستې زياتط او تر بې وزله کورنیو ته یې ورسوي.

هغه وویل: «د نړيوالو مرستې، چې په رسنیو کې اعلانطږي، د افغانانو لس سلنه اړتیا هم نه پوره کوي، زموږ غوښتنه دا ده، چې مرستې په بنسټيزو لارو چارو ولګول شي او تر واقعي اړمنو پورې ورسېږي.»

د دغو څلورو ولایتونو ترڅنګ د سويلی ولایت کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم وایي، چې د ژمي په رارسېدو سره د ناسم اقتصادي وضعیت له امله له ګڼو ستونزو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د غوټۍ په نوم د کندهار ولایت يوه اوسېدونکې وایي: «زه د ژمي په راتګ سره هېڅ هم نه لرم او اندېښنه می دا ده، چې ژمی به پر موږ څنګه تېرطږي، باید له موږ سره د مرستو لړۍ جاري وساتل شي.»

د وچکالی او د کاري فرصتونو کموالي په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړه کړې او د کورنیو د ورځينو عوايدو کچه هم ټيټه شوې، چې له همدې امله دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.