ښځې

هلمند کې ښځینه محصلینې د لوړو زده له درېدو وېره لري

که څه هم هلمند کې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د نجونو لوړې زده کړې دوام لري خو د دغه ولایت ښځینه محصلینې له اسلامي امارته تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

شفیقه او نسرین د یوه خصوصې پوهنتون محصلینې دي، دوی اندېښنه لري که تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي همداسې تړلي وي ښايي چې د نجونو لوړې زده کړې هم په دې ولایت کې په راتلونکي کې صفر ته راټيټې شي.

د دوی له ډلي شفيقه وایي: «موږ له اسلامي امارته غواړو، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي ځکه که دا لړۍ همداسې محدوده وي يو ورځ به نجوني له پوهنتونونو هم بې برخې شي.»

ګل سیمه او رنګینه د طب پوهنځي هغه دوې محصلینې دي چې دوی هم د ښځو زده کړې خورا مهمي ګڼي.

دوی په دې باور دي چې د نارینه وو په شان افغان ټولنه لوستو مېرمنو ته هم جدي اړتیا لري نو باید پاملرمه ورته وشي .

د هلمند د يوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله رنګينه وايي: «تعلم پر نارينه او ښځه فرض دی، موږ باید له دې فرض څخه د ټولنې نیمایي برخه بې محرومه نه کړو.»

ورته مهال په هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو په تړلي پاتې کېدو اندېښمن دي او وايي د تېر په پرتله یې د ښخینه محصلینو جذب پيکه شوی دی .

د دوي په وینا لامل یې دا دی چې له دوولسم ټولګي د لیسې دورې نوي ښځینه فارغانې نشته.

دوی وایي، که چېرې دا چاره دوام وکړي ښايي چې د نجونو د لوړو زده کړو روان بهیر صفر ته راټیټ او په دې سره به خصوصي پوهنتونونه هم له لویو اقتصادي ننګونو سره مخ شي .

هلمند کې د ارکوزيا پوهنتون رییس ډاکتر عصمت الله يعقوبي وايي: «دا ښکاره خبره ده، چې له ښوونځيو د ښځينه فراغانو په کمېدو د ښځينه محصلينو شمېر هم کمېږي او دا هغه څه دي، چې زموږ د پوهنتون پر تحصیلي بهیر یې منفي اغېز کړی دی.» واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل شول، چې لا يې هم برخليک څرګند نه دی.