ښځې

نیمروز کې د ښځو حقونو یوه فعاله: ۱۵ کاله مې د ښځو له حقونو دفاع وکړه، اوس خپله وهل‌اوټکول کېږم

د نیمروز ولایت د ښځو چارو ریاست یوه کارکوونکې چې یوه لسیزه یې د ښځو له حقونه دفاع وکړه، اوس له کورني تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان ده.

دغه مېرمن چې  غواړي د «حماسې» په نوم وپېژندل شي د آمو له خبریال سره په خبرواترو کې پر ښځو د محدودیتونو، ستونزو او په کور کېدو خبرې کوي.

حماسه چې ۳۵ کلنه ده او د خپل عمر یوه لسیزه یې د نیمروز ولایت د ښځو چارو په ریاست کې د ښځو له حقونو په دفاع کې تېره کړې وایي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ هغه په کور کړې او ژوند یې ورته تریخ کړی دی.

حماسه په خواشینۍ سره وایي: «د حکومت له سقوط وروسته ژوند راته دوزخ شوی دی. دنده، خپلواکي، ازادي او ټول هغه ارزښتونه چې کلونه مې یې د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې وه، له لاسه ورکړل.»

هغې لس کاله په نیمروز کې د ښځو چارو ریاست په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی؛ خو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې نن په ناوړه وضعیت کې ژوند وکړي.

دغه ښځه وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي لس برابره زیات شوي دي؛ ځکه ډېری ښځې له دندو ګوښه او په کور کې زنداني شوې دي. هغوی خپلې دندې له لاسه ورکړې او وزګارتیا او په کور کېدل د کورنیو ترمنځ د شخړې لامل ګرځېدلی دی.

حماسه په اوښلنو سترګو خبرې کوي او وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره هغه په کور شوه او خاوند یې چې د مخکیني حکومت کارکوونکی و هم وزګار شوی دی. وزګارتیا او بېوزلي د دې لامل شوې چې خاوند یې پر نشه‌يي توکو اخته شي او د هغوی ګډ ژوند له تاوتریخوالو ډک شي. دغه مېرمن وایي: «د ژوند مدیریت راته ستونزمن شوی دی.»

حماسه له هغو تاوتریخوالو چې تجربه کړي یې دي ترخې کیسې لري: «خاوند مې په میاشت کې لږترلږه درې ځله وهي او ټکوي. هغه د لانجې پرمهال په خپل واک کې نه وي، هر څه یې چې لاس ته ورشي ما پرې وهي؛ خو وروسته بیا پښېمانه کېږي او بښنه غواړي، پوهېږم چې وزګاري او نشه‌یي توکي فشار پرې راولي؛ خو زه یې د خپلو ماشومانو لپاره زغمم.»

حماسه وایي سره له دې چې خاوند یې هغه ټکوي؛ خو له زغم پرته بله چاره نه لري. نوموړې زیاتوي: «د روژې میاشت وه، هغه بې حده وټکولم. له سوکانو نیولې د کور تر توکو په هر څه یې ووهلم. ګوته مې ماته شوه، سترګې مې پټې شوې دوې ورځې نه شوای ګرځېدلای. خپل تره مې راوغوښت، ترڅو زما برخلیک روښانه کړي؛ خو خاوند مې حاضر نه شو. کله چې تره مې بېرته ولاړ بیا راغۍ او زه یې وټکولم دوې ورځې مې ډوډۍ ونه خوړه، وراره یې ډاکتر ته بوتلم او بستر شوم. د وهلو ټکولو نښې مې تر یوې میاشتې پر ځان پاتې وې.»

حماسه کیسه کوي، چې له نولس کلنۍ یې افغانستان کې د بشري حقونو فعالیتونه پیل کړي دي: «زه د ښځو له حقونو په دفاع سره تر دې عمر پورې راورسېدم؛ خو اوس مې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ژوند تیاره شوی دی. ما د خپل هېواد د ښځو له حقونو د دفاع لپاره ۱۵ کاله بې دمې هڅه وکړه؛ خو نن په ناوړه وضعیت کې خپله تاوتریخوالی تجربه کوم.»

د ښځو حقونو دغه فعاله وایي، چې په دې حال کې هم د ښځو له حقونو د دفاع لپاره هڅه کوي او د هغوی د حقونو د برابرولو لپاره مبارزه کوي.

هغه په دوام کې زیاتوي، چې سږکال نړۍ د نومبر ۲۵ په داسې حال کې لمانځي چې افغانستان کې میلیونونه ښځې تر ظلم او شکنجې لاندې دي او له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي؛ خو نړۍ د هغوی پروړاندې چوپتیا غوره کړې.