ښځې

له زده کړو بې برخې کېدل؛ له شپږم ټولګي پورته نجونو اندېښنې

په داسې حال کې چې له زده کړو څخه له شپږم ټولګي پورته نجونو له بې برخې کېدو ۴۳۰ ورځې تېرېږي؛ اوس هغه نجونې چې په شپږم ټولګي کې درس وايي، له زده کړو د محرومېدو په وېره کې ژوند کوي.

یوولس کلنه حنیفه چې د شپږم ټولګي زده کوونکې ده، کله چې د شپږم ټولګي د پای ته رسېدو په اړه خبرې کوي، خواشینې کېږي او ژاړي.

حنیفه چې د ټولګي درېيم نومره ده، په راتلونکي کال کې د ځان او ټولګيوالو د برخلیک په هکله وایي: «موږ ته اجاره راکړئ چې ښوونځي ته ولاړې شو. تېر کال چې له پنځم څخه مو شپږم ته ارتقا وکړه، ډېرې خوشحاله وو چې خپلو هیلو ته نږدې کېږو؛ خو سږ کال د ښوونیز کال د پای په رانږدې کېدو سره ډېرې خواشینې یو.»

حنیفه د خپلو ټولګيوالو د اندېښنو په اړه وايي: «ټولې ټولګيوالې مې اندېښنه لري چې د شپږم ټولګي کلنۍ آزموینې پای ته رسېږي او له دې وېره چې په راتلونکي کال کې اووم ټولګي ته ولاړې نه شي، دوی خواشینې کوي. ټولې نجونې غواړي چې ښوونځي یې پرانیستل شي.»

یوولس کلنه حنیفه زیاتوي چې هیله لري ډاکتره شي او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛ خو یو شمېر کسان غواړي چې نجونې د خپلو سیاسي غوښتنو قرباني کړي.

نوموړې زیاتوي: «له طالبانو غواړم چې نجونې د سیاسي چارچلند قرباني نه کړي او اجازه راکړي چې درس ووایو او روښانه راتلونکی ولرو.»

د شپږم ټولګي دغه زده کوونکې دې ته په اشارې سره چې ټولې نجونې حجاب اغوندي؛ خو طالبانو سره له دې دوی له زده کړو بې برخې کړې، په دې باور دي چې که د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي، نوموړې او ټولګيوالې یې مجبورې دي له خپلو هیلو سره چې د زده کړو دوام دی مخه ښه وکړي.

له هغې وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، په هېواد کې یې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه ولګول او له هغې جملې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.