ښځې

ارزګان کې طالبانو پر مېرمنو د سيمکارتونو پر پلور بنديز لګولی

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

په ارزګان کې د مخابراتي شبکو مسوولينو ویلی، چې تازه په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د استخباراتو له لوري ورته ویل شوي، چې نور پر مېرمنو سيمکارتونه نشي پلورلای.

ارزګان کې د افغان بېسیم يو مسوول خان محمد امو ته وویل، چې طالبانو ورته په جدي توګه سپارښتنه کړې، چې د اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره نور نشي کولای، چې د مخابراتي شبکو نارينه کارکونکي پر مېرمنو سيمکارتونه وپلوري.

نوموړی وايي؛ په ارزګان کې طالبانو ورته ویلی، تر هغو، چې ښځينه کارکونکي ونه ګماري پر مېرمنو په هېڅ ډول سيمکارتونه نشي پلورلای.

خان محمد وايي چې طالبانو ورته ویلي، که يې له حکم څخه سرغړونه وکړي نو له جدي عکس العمل سره به مخ شي.

نوموړی زیاتوي: «طالبان وړمه ورځ راغلل او موږ ته یې وویل، تر څو چې مو ښځينه کارکونکي نه وي ګمارلي نور پر مېرمنو سيمکارتونه نشئ پلورلای. موږ ته وویل شول، چې که مو دا امر پر ځای نه کړ، جدي چلند به درسره وشي.»

په ارزګان کې د دين محمد په نوم د يوې بلي خصوصي مخابراتي شبکې استازی هم وایي، چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسي پر مېرمنو د سيمکارتونو د نه پلورلو جدي سپارښته کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «طالبان راغلل او موږ ته يې پر مېرمنو د سيمکارتونو د نه پلورلو ګواښونکی امر وکړ اوس مجبور يو، چې نور پر مېرمنو سيمکارتونه و نه پلورو، ځکه زيان موږ ته متوجه دی.»

د مخابراتي شبکو د مسوولينو په خبره ارزګان کې يې له ۱۰ نيولي تر شل سلنه د سيمکارتونو اخستونکی مېرمنې دي.

دا مهال ارزګان کې افغان بيسم، اتصالات، ام ټي ان، سلام او روشن مخابراتي شبکې فعاليت لري.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او ولایت مقام نظر واخلو خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

د کوچۍ افغان په نوم د ارزګان ولایت د مرکز ترينکوټ يوه اوسېدونکې وایي، چې پر مېرمنو د سېمکارتونو پر پلور د طالبانو بنديز د مېرمنو پر وړاندې ددغې ډلې سخت دريځ څرګندوي.

مېرمن افغان زیاتوي، اوس افغان مېرمني په قفس غوندې چاپېريال کې له هر راز ازاديو پرته ژوند کوي.

کوچی افغان زیاتوي: «دلته د ښځو په وړاندې ټولې آزادۍ محدودې شوې او مېرمنې د قفس په څېر محيط کې ژوند کوي. موږ مسلمانان يو او په خپل خیر و شر پوهېږو نو ولې باید پر موږ دومره محدودیت ولګول شي. په دې نه پوهېږو چې دا حالت به کله بدل او د مېرمنو په اړه به فکر بدلون ومومي.»

په سويلي حوزه کې مېرمنې د حجاب د جبري اغوستلو، ښوونځيو او پارکونو ته د نه تلو او د سفر پر مهال له يو لړ محدوديتونو سره مخ دي، چې له امله یې په ټولنه کې د پخوا په پرتله حضور کم شوی دی.