افغانستان

د مالیو له بې‌مخینې زیاتوالي د کابل ښاریانو او هټیوالو شکایت

د کابل اوسېدونکي او هټیوال د طالبانو له خوا د زیاتو مالیو له اخیستو ګیله لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د خپلې کلنۍ بودیجې د بشپړولو لپاره، په هېواد کې د مالیو د تنظیم بهیر ګړندی کړی او په هېواد کې د دې ډلې له بیا واکمنېدو سره مالیې دوه تر درې برابره لوړې شوې دي.

کابل کې هټیوال وایي چې د مالیو زیاتوالي هغوی اړ ایستلي چې دا پیسې د توکو پر بیو واچوي او په ځینو مواردو کې ان طالبانو یو شمېر هټیوالو ته یو ډول ویلي چې که اړتیا شوه کولای شي په خپلو بیو کې بدلون راولي او دا د دې لامل کېږي چې په پایله کې خلک د بیو د لوړوالي فشار وزغمي.

احمد افضل په کابل ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري. هغه وایي: «د طالبانو له راتګ سره، د مالیې اخیستل دوه برابره شوي دي؛ په داسې حال کې چې د جمهوریت پرمهال زما د هټۍ مالیه ۸ زره افغانۍ وه؛ خو اوس د طالبانو له راتګ او د هغوی له نوې نرخ‌نامې سره ۱۵ زره مالیه ورکوم. کله چې له طالبانو څخه مې غوښتنه وکړه چې د دغو پیسو په اړه بیا غور وکړي؛ هغوی وویل که پیسې تحویل نه کړې، هټۍ دې تړل کېږي. زه د دومره پیسو ورکولو وس نه لرم.»

د کابل ښار یو بل هټیوال سید ګل د طالبانو له خوا د زیاتې مالیې له اخیستو په شکایت وایي چې د طالبانو له راتګ سره کاروبار نشته او خلک ښه اقتصادي شرایط نه لري. په داسې وضعیت کې چې پېر او پلور نشته، طالبانو مالیه دوه برابره کړې ده.

هغه په دوام کې وویل: «د جمهوریت پرمهال مې ۵ زره افغانۍ مالیه ورکوله؛ خو اوس ۱۰ زره افغانۍ مالیه ورکوم.»

طالبانو د مالیو له زیاتولو سره، هټیوال د خپل کار پرېښودو ته مجبور کړي دي. هغوی وایي، که څه هم طالبانو د دریافتي مالیو کچه لوړه کړې ده؛ خو د مالیې د دغه لوړوالي پایله هېځ ځای نه لیدل کېږي.

څه چې روښانه دي، د مالیو زیاتوالی د دې لامل شوی چې له دې پلوه د طالبانو عاید زیات شي؛ هغه زیاتوالی چې له اقتصادي ستونزو سره د خلکو د مخامخ کېدو په بیه رامنځته شوی دی.

خلک وایي، د مالیې زیاتوالی د دې لامل شوی چې هټیوال د خپلو توکو بیې لوړې کړي. د بیو دا لوړوالی په داسې حال کې دی چې خلک د پېرلو لپاره پوره وس نه لري او د پېردونکو لپاره ګران تمامېږي او طالبان یوازې «خپل جېب ته د زیاتو مالیو د ټولولو په فکر کې» دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حق‌مل د کابل ښاریانو خبرې رد کړې او وایي: «د افغانستان د مالیې وزارت په خپل مالیاتي نورم کې هېڅ ډول زیاتوالی نه دی راوستی؛ بلکې د پرېکړې پربنسټ او د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام، د مالیې وزارت مشرتابه پرېکړه کړې ترڅو د هېواد په مالیاتي نورم کې د پام وړ کموالی راولي.»

هغه په دوام کې زیاته کړه: «د هټیوالو او کسبګرو مالیه د هغوی له پلور څخه اخیستل شوې ده. دغه نورم تر ډېره ۱.۵ سلنه و. په دې مانا چې د هټیوالو له ټولټال پلور څخه یو نیم سلنه یې د مالیې په توګه اخیستل کېږي. اوس موږ د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام، دغه نورم له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنه ته راکم کړی. په دې مانا چې د مالیې وزارت د هټیوالو او کسبګرو له ټولټال پلور څخه ۰.۵ سنله یې د مالیې په توګه اخلی.»

د مالیو پربنسټ د بودیجې تنظیم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یوه دود کړنلاره ده. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او له دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو له درېدو وروسته، طالبانو بودیجه د مالیې له مخې تنظیم کړې ده؛ هغه موضوع چې د افغانستان په څېر هېواد کې چې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې پکې زیاتېږي، دغه بهیر به مثبت پایله ونه لري.