افغانستان

له تېر کال راهيسي کندهار کې ۴۰ مړي موندل شوي دي

د کندهار په بېلابېلو برخو کې د طالبان واکمنۍ په څه د پاسه تېر يوه کال د څلوېښتو کسانو مړي موندل شوي دي. طالب چارواکي ادعا کوي چې دا کسان د تېر حکومت د پوځيانو لخوا وژل شوي دي.

تازه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ريګو په سيمه کې يو جسد موندل شوی دی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند عطاالله زید وایي؛ واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي د کندهار د سپين بولدک په ناوې او نورو شاوخوا سيمو، ددغه ولایت په تخته پل، دامان، مېوند، ژړۍ او د شورابک ولسوالۍ د سرو څاګانو سيمه کې تر څلوېښتو مړي موندل شوي دي.

زيد ادعا کوي، چې دغه کسان د تېر حکومت د پوځيانو لخوا وژل شوي دي.

نوموړی زیاتو: «تاسو ته څرګنده ده، چې دغه ډول وژني په کندهار کې د تېر نظام له لوري شوي او هره روځ به دلته خلک ورکېدل، چې اوس يې جسدونه د طالبانو له لوري موندل کېږي.»

د کندهار د والي ویاند ونه ویل، په هغو سيمو کې، چې مړي موندل شوي، د تېر حکومت پر مهال د چا په واک کې وې.

په کندهار کې د تېر حکومت يوه پوځي امو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې جسدونه تر ډېره په هغو سيمو کې موندل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې وې.

نوموړي وویل، چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ناوې کلی، د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور کلی، د تخته پل ولسوالۍ د ځنګله سيمه د ژړۍ ولسوالۍ د دښت سيمه او نورې يو شمېر سيمي د تېر حکومت پر مهال د امنیتي ځواکونو په واک کې نه وې.

سرچينه وایي، په دغو سيمو کې زيات واک د طالبانو و او موندل شوي مړي هم د کومې خاصي پلټني پر مهال نه دي موندل او نه هم کوم عدلي تحقيق ورباندې شوی، چې په ډاګه کړي دغه کسان څه ډول وژل شوي دي.

اخوا، په سويلي حوزه کې بيا د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رییس پوهنيار سلطان محمد عائل، چې اوس په امريکا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون چاري پرمخ بیايي وایي، چې له شک پرته، موندل شوي مړي په هېڅ ډول دا نشي ثابتولای، چې دغه کسان دې ټول د تېر حکومت د پوځيانو لخوا وژل شوي وي، ځکه جګړه یوازې د تېر حکومت د پوځيانو له لوري نه وه بلکې، طالبان هم د جګړې یو اړخ وو.

عائل زیاته کړه، قضاوت ځکه سخت دی، چې له پيدا کېدونکو مړو تر اوسه داسې ثبوت نه دی ترلاسه شوی، چې روښانه کړي په دغو وژنو کې د تېر نظام کسان ښکېل دي.

نوموړی وایي: «موږ هم کندهار کې د موندل شویو مړو په اړه ځکه اندېښمن يو، چې هېڅ مسلکي ټيم سيمي ته د ورتګ اجازه نه لري، ترڅو په ډاګه کړي، چې دا وژنې څه ډول شوې دي.»

عائل زیاتوي، ډېری دغه ډول وژنې په هغو سيمو کې شوې، چې د تېر حکومت په واک کې نه وې.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون دغه غړی همداراز وايي، چې طالبان باید د خپلي ادعا د ثبوت لپاره موندل کېدونکي مړي له خښولو مخکې عدليي طب ته وسپاري او همداراز په سيمه کې د خبريالانو او بشري حقونو د دفاع کوونکو د پلټنې اجازه ورکړي.

سلطان محمد عائل همداراز وايي، چې د تېر حکومت پر مهال کندهار کې ځيني کسان بې درکه شوي او د یو شمېر مړي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په ريګو سیمه کې موندل شوي، خو دا په دې مانا نه ده چې دلته ټول موندل شوي جسدونه د تېر حکومت د پوځیان کار دی.

د کندهار د نهمي ناحیې اوسېدونکی کريم الله وایي، تره او دوه د تره زامن يې د تېر حکومت د پوځيانو لخوا له طالبانو سره د همکارۍ په تور لومړی ورک او بيا يې مړي وموندل شول.

هغه زیاتوي: «تره مې د موټر سایکلونو هټۍ لرله، چې د ورځي ورباندې چاپه ووهل شوه او امنیتي کسانو ورسره ولېږداوه، چې وروسته یې مړی سپين بولدک کې وموندل شو.»

په کندهار کې د عدلي طب يو داکټر موسی غريب نواز پوپل وایي هر هغه جسد، چې په اړه یې د څېړني اړتیا وي باید وارزل شي ترڅو یې په اړه کره مالومات ترلاسه شي.

په کندهار کې ښايي زیات شمېر نور کسان هم د تېرو کلونو د جګړو پر مهال وژل شوي یا ورک شوي وي، چې لا یې هم د مرګ او ژوند برخلیک نه دی روښانه شوی.