افغانستان سوداګري

د یوه فرانسوي شرکت له خوا د لس میلیارده افغانیو چاپېدل

Photo: Reuters

د فرانسې نړیوالې راډیو رپوټ ورکړی، د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې چې د افغانیو د چاپولو په اړه د افغانستان بانک او یوه فرانسوي شرکت ترمځ خبرې پیل شوې وې، اوس وروستۍ شوې دي.

Oberthur Fiduciaire فرانسوي شرکت له د افغانستان بانک سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې لس میلیارده افغانۍ افغانۍ چاپ کړي.

له بلې خوا، د مالي او بانکي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د افغانستان اکثریت وګړي بانکي حسابونه نه لري او ډېری راکړه ورکړه په فزیکي پیسو سره کېږي او له همدې امله افغاني بانکنوټونه ژر زړېږي.

د مالي او بانکي چارو شنونکی سیرقریشي وایي: «د نویو افغاني بانکنوټونو د چاپ موخه دا ده چې د افغانستان خلک سخت په نقدو پیسو تکیه لري؛ ځکه چې مصرفوونکي کابو هر څه چې پېري، په بدل کې یې یې نقدې پیسې ورکوي.»

هغه زیاته کړه: «د افغانستان بانک کابو دوه کاله مخکې، له یوه جرمني شرکت سره د سل میلیارده افغانیو د چاپولو تړون لاسلیک کړ چې هغه شرکت دا پیسې دغه بانک ته وسپارلې او وروسته د افغانستان بانک، له یوه پولندي شرکت سره بل قرارداد وکړ. دغه شرکت د کال په پیل کې ۴۰ میلیارده افغانۍ راولېږلې او همداراز په نوې بسته کې چې افغانستان ته رسېدلې، کابو لس میلیارده افغانۍ وې. وروستی تړون هم له فرانسوي شرکت سره وشو چې دا شرکت پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهیسې د افغانستان بانک ته هېڅ نقدې پیسې نه دي ورکړې.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې باور دی چې د نویو افغاني بانکنوټونو چاپ، په بازار کې د نقدو پیسو د کمښت ستونزه اواروي.

هغه زیاته کړه: «دا ډېره ښه ده چې د نقدو پیسو د کمښت ستونزه حل شي. ډېره په زړه پورې ده چې د افغانستان او فرانسوي شرکت ترمنځ، اړیکه نیول کېږي او دوی غواړي چې د نقدو پیسو ستونزه حل کړي، د نقدو پیسو او زړو پیسو د ستونزې اوارول ښه کار دی.»

له دې مخکې یوه پولنډي شرکت لس میلیارده نوې افغانۍ چاپ او افغانستان ته یې د رالېږدولو بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې امریکا دغو شرکتونو ته لازم تضمینونه ورکړي ترڅو له د افغانستان بانک سره د همکارۍ په خاطر له پلټنو سره مخ نه شي.

د نویو چاپ شویو افغانیو لومړۍ جوپه، لس ورځې مخکې افغانستان ته راورسېده او تمه کېږي چې دا پیسې د هېواد په بازارونو کې د زړو پیسو ځای ونیسي.