افغانستان

جلال‌اباد ښار کې رېکشاوو د زرګونه کورنیو اقتصادي څرخ روان ساتلی

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې په زرګونه رېکشاوې تګ‌راتګ کوي، چې ګڼ خلک ترې په ورځینو چارو کې ګټه اخلي.

ځینې له همدې لارې د کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي او ګڼ شمېر بیا د ورځینو اسانتیاوو لپاره ترې ګټه اخلي.

جلال‌اباد ښاریان وایي، خلک بېوزله دي او له همدې امله دا وسیله د بېوزلو خلکو لپاره ارزانه او پر وخت کار ته رسوونکې ده.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی عبدالرحمن وایي، د وروستيو اقتصادي ستونزو له امله خلک د ښایسته موټرو د ګرځولو وس نه لري له همدې امله په کم لګښت رېکشا کاروي.

عبدالرحمن زیاتوي: «خلک دې رېکشاوې هر وخت نه ملامتوي، دا یوه ښه ارزانه او په اسانه ترلاسه کېدونکې وسیله ده، که دا نه وي ګڼې بېوزله کورنۍ به په کور کې بندې پاتې شي.»

د ښار یو بل اوسېدونکی فدا الله بیا له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي، همدې رېکشاوو د ګڼو کورنیو اقتصادي څرخ روان ساتلی دی.

نوموړی وایي: «یو خو پر وخت او ژر خدمات وړاندې کوي دا ښه خاصیت لري، بله مهمه خبره دا چې دلته کابو تر ۵۰ زره ځوانان او سپین ږيرې په کې په کار بوخت دي، دا لویه خبره ده، څوک یې چلوي، څوک یې بل ته په ګټه ورکوي هغه یې هم ځان او هم ده ته ګټه ورکوي او واړه ماشومان یې په پيسو ډکوي.»

چلوونکي یې هم له خپل کاروبار څخه خوښ دي او وایي، له دې لارې هم خرما او هم ثواب ګټي.

حمیدالرحمن چې د لیسانس په کچه زده‌کړې لري له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي، له پوهنتون څخه فراغت سره سم یې دا کار له دې امله پیل کړ، چې کورنۍ ته پرې حلاله روزي وګټي.

دی وایي اوس هم کورنۍ ته نفقه برابروي او هم کولای شي د بېوزلو خلکو لاسنیوی او ګڼو ځوانانو، سپين ږیرو او نورو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.

جاوېد زیاتوي: «ما چې پوهنتون ولوست حیران وم څه وکړم، هڅه مې وکړه دنده پیدا کړم خو بریالی نه شوم، بیا مې یوه ملګري راته رېکشا واخیسته، د ورځې ۲۵۰ افغانۍ هغه ته ورکوم او پاتې شاوخوا ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ مزدوري ځان ته کوم. هم د هغه کار روان دی او هم زما، کور یې ودان.»

یو بل رېکشا چلوونکی عبدالوارث بیا وایي، د ورځې تر ۱۰۰۰ تنه د ښار بېلابېلو سیمو ته لېږدوي، چې هم مزدوري کوي او هم د خلکو دعاوې ترلاسه کوي.

دی زیاتوي: «لومړی ځل دی چې زموږ غږ اورېدل کېږي او څوک مو پوښتنه کوي. له دې وړاندې به تل زموږ سپکاوی کېده او موږ مزاحم بلل کېدو. زه د ورځې تر ۱۰۰۰ تنه بېلابېلو سیمو ته وړم راوړم دې کې بډایه، بېوزله، د ښوونځي زده‌کوونکي، ښځې او هر ډول خلک تګ راتګ کوي. څوک ډېرې پیسې راکوي او څوک تر خپلې وسې، داسې هم شته چې بیخې پيسې نه لري دعا کوي او رخصتوو یې.»

ښاریان وایي، همدا رېکشاوې دوی ته په ګټه او له اقتصادي پلوه ارزانه تمامېږي. د دوی په خبره هندي رېکشاوې تر موټرو ځکه غوره دي، چې پر وخت هغو سیمو ته دوی لېږدولای شي، چېرته چې موټر نه شي ورتلای.

خو بل لورته بیا پر رېکشا چلوونکو یوه نیوکه دا موجوده ده، چې ښاري نظم ته پام نه کوي او تل یې په ښار کې بې نظمي جوړه کړې وي.

د نظر خاوندان وایي که دوی ښاري نظم ته پام ډېر کړي ښايي خدمات یې تر شته حالت لا ډېر ګټور او د خلکو د پام وړ وګرځي.

د یادونې ده، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې له اړتيا پرته د تېر نظام له لوري ۱۹ زره ريکشاوو ته اسناد ورکړل شوي دي؛ خو هغه مهال ویل کېدل، چې په جلال‌اباد ښار کې تر ۳۵ زره هندي رېکشاوې ګرځي.