افغانستان ښځې

له ښوونځیو او پارکونو وروسته؛ ښځې روغتون ته له محرم پرته منع شوې

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته داسې مهال پر ښځو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي، چې د دوی لوړپوړو چارواکو په خپلو ویناوو کې په ځلونو ویلي، چې افغانستان کې ۹۹ سلنه حجاب مراعت کېږي.

تازه په ځینو ولایتونو کې د طالبانو امربالمعروف ادارې هغه ښځې له روغتونونو را ګرځولې، چې يوازې او یا هم د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره کلېنیکونو ته ځي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دې ولسوالۍ کې هم دا ډول اقدام کړی، چې له امله یې هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي، چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی همایون آمو ته وویل: «زه خپله تېره ورځ د سپین غر ولسوالۍ کلینیک مخې ته ولاړ وم یوه څو ښځې راغلې ، خو روغتون ته له تګ راوګرځول شوې، دا سخته ده هغوی څو تنه وې، هغوی د خپلو کوچنیو ماشومانو واکسین ته راغلې وې، طالبان ولې په هر کار کې ښځې ځوروي.»

د نوموړې ولسوالۍ یوه بله اوسېدونکې تسلیمه، چې په تېرو جګړو کې یې خاوند وژل شوی آمو سره په خبرو کې وایي، حیرانه ده، چې له دې وروسته به د خپلو اولادونو درملنې ته محرم له کومه کړي.

هغه وایي: «زه غټ زوی نه لرم، خاوند مې همدې طالبانو په ملي اردو کې وواژه، وروڼه مې دلته نشته، نو پردی خو نشم محرم کولی، کوچنی اولاد مې چې ناروغ شي څوک ورسره ولاړ شي، طالبان دې یوځل بیا فکر وکړي دا کارونه دوی ته سخت تمامېږي، خلکو او ښځو کې نوره حوصله نشته چې وځورېږي.»

هڅه مو وکړه، چې د سپین غر ولسوالۍ د کلنیک د مسوول نظر هم واخلو خو بریالي نه شو، په روغتون کې یوه ډاکتر هم ومنله، چې ښځې له محرم پرته منع شوې دي.

اخوا، د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مسوول قاري رحمن الله وایي، ډاکتر او کلنیک ته له محرم پرته ښځې منع شوې دي.

هغه په یوه خبرتیا کې ویلي، چې د ښځو له محرم پرته د راتګ ترڅنګ هېڅ نارینه نشي کولی له دوو زیاتو ښځو سره روغتون ته مراجعه وکړي.

هغه ګواښ کړی که څوک له دې حکمه سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

له دې وړاندې د طالبانو یوه چارواکی ویلي و چې عامې روغتیا وزارت یوه تازه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې یې نارینه ډاکتران باید د ښځو درملنه ونه کړي او د روغتیايي بنسټونو فعالیت باید د «اسلامي شریعت» پر بنسټ وي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مرستیالۍ سرپرست حسن غیاثي د لړم په ۱۶مه په کابل کې په یوه ناسته کې وویل، د نوې پالیسۍ له مخې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له خوا وړاندې شوې، د ښځو درملنه باید د ښځو له خوا وشي.

د سرچینو په وینا د ښځو او نارینه‌وو د خونو جلا کول، په دړو او پردو سره د خونو جلا کول او په دهلیزونو کې پارتېشن او په ځینو روغتونونو کې د ښځو او نارینه‌وو د عملیاتو لپاره د ورځو ځانګړي کول او په اداري بستونو کې د غیرمسلکي کسانو زیاتېدل د طالبانو په روغتیا وزارت کې یو شمېر ستونزو دي.

د نظر خاوندان بیا وایي، که طالبان د ښځو لپاره ښځينه ډاکتره او له دوی سره محرم غواړي نو اړتیا ده، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او ښوونیزې ادارې پرانیزې ترڅو په هره برخه کې مسلکي ښځې هم موجودې وي.

دوی وایي هغه مېرمنې، چې طالبانو کونډې کړې څنګه کولی شي پردی کسان محرم کړي او یا هم ځينې ښځینه ناروغۍ چې جدي او بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري نو څنګه کېدای شي چې انتظار وشي څو محرم ورته پيدا شي.

د نظر خاوندان په دې باور دي، که طالبان په ډاکتران شکمن دي نو پر دوی دې څارنه وکړي نه دا چې پر ښځو بندیزونه ډېر کړي.

د یادونې وړ ده، چې تازه طالبانو له دې محدودیت وړاندې سپورتي کلبونو، عمومي حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو ورتګ منع کړی دی.

د طالبانو دغې نوې پرېکړې د یو شمېر مېرمنو غبرګونونه راپارولي او وايي چې یوازې ښځې د طالبانو ستونزه ده.

اخوا، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د دغه نوي فرمان په اړه ویلي: «په تېرو ۱۵ میاشتو کې یو لړ ستونزو ته په پام سره، دا تصمیم ونیول شو چې ښځې، عمومي حمامونو، سپورتي کلپونو او پارکونو ته منع شوې.»

مهاجر په دې اړه د لازیاتو مالوماتو له ورکولو ډډه کړې او زیاته کړې یې وه، چې اوسمهال د دغو ځایونو د پرانیستو په اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوی.