سوداګري

وچکالي او دایکندي کې د بادامو د حاصلاتو د پام وړ کموالی

په دایکندي ولایت کې وروستیو سختو وچکالیو، د دغه ولایت پر خلکو ژوند څو برابره سخت کړی دی. بادام د دایکندي ولایت اصلي کرنیز محصول دی او د هغه څه پربنسټ چې بزګران یې وایي، په روان کال کې د بادامو حاصلاتو تر ۷۰ سلنه کموالی موندلی دی.

په داسې حال کې چې د دایکندي په مرکز کې چوګاني غره ته نږدې د نیلي سر سیمه د نیلي له ډېرو اوبو لرونکو سیمو ګڼل کېده؛ خو دغې سیمې په وروستیو کلونو کې بې مخینې وچکالي تجربه کړې ده.

۵۶ کلن کروندګر غریب حسین په وروستیو دوو کلونو کې د وچکالۍ د زیانونو په اړه وایي: «خلک ډېر کړېدلي دي. خلک وچې ډوډۍ ته اړمن دي. تېر کال مې ۱۵۰ منه بادام ترلاسه کړل؛ خو سږ کال ۱۰ منه.»

هغه ټینګار کوي چې په روان کال کې د ډېری کروندګرو د بادامو حاصلاتو کچه همدا ډول وه.

یو کلی پورته یو بل کروندګر محمد هم ورته کیسې بیانوي او وایي، چې تېر کال یې ۷۰ منه او سږ کال یې یوازې ۲۰ منه بادام راټول کړي دي.

دغه کروندګر هرې پنځه ورځې وروسته یوازې ۱۵ دقیقې د اوبو وار لري. په دې توګه، هغه سږ کال نه دی توانېدلی نه له مڼو او نه هم له بادامو ډېر حاصلات ټول کړي. هغه وایي: «چینې وچې شوې دي. کیندل شوي څاه‌ګان هم اوبه نه لري.»

دوه کاله مخکې چې وضعیت ښه و، محمد هم ښه بادام او هم ښې مڼې ترلاسه کولې؛ خو سږ کال یې هېڅ ثمر نه دی ورکړی ترڅو د راروان ژمي د لګښتونو لپاره زړه ښه کړي.

ستونزمن ژمی او د مرستو په وېش کې فساد

د شمېرو له مخې، د دایکندي ۹۰ سلنه اوسېدونکي پر کرنې بوخت دي او نږدې د ۸۰ سلنه کسانو ژوند د بادامو پر حاصلاتو ولاړ دی.

سږ کال چې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات کم شوي دي، اټکل کېږي چې کورنۍ ستونزمن ژمي ولري او د خپلو ماشومانو لپاره به یې د جامو او خوړو برابرول ډېر سخت وي.

دایکندي کې کروندګر وایي چې د څاه‌ګانو د اوبو سطحه هم د تېر کال په پرتله لس متره ټیټه شوې ده.

محمد د اوبو د وچېدو له امله اړ شوی چې له پسرلي راهیسې لږترلږه څلور ځله خپله څاه ژوره کړي.

په همدې حال کې دوه تنه کروندګر د مرستندویه بنسټونو د مرستو بهیر پر وېش له نیوکې سره، د ولسي ټولنو مشران او د موسسو ځایي کارکوونکي پر غلا تورنوي. د هغوی په وینا، رښتیني اړمن نه پېژندل کېږي او د مرستو د وېش پر بهیر هم کومه څارنه نشته.

غریب حسین هم چې تر اوسه یې ۹ بوجۍ اوړه مرسته ترلاسه کړې ده، وایي چې د زیاتې بېوزلۍ له امله یې، هغه له خپلو ګاونډیو سره په مساوي توګه وېشلي دي.

هغه وایي چې خلک یوازې د پاسپورت اخیستو په لټه کې دي ترڅو له هېواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو سږ کال له کروندګرو له ۵۰۰ تر ۲ زره افغانۍ عشر اخیستی دی.

له خراب بازار څخه د بادامو د ځایي سوداګرو ګیله

په نیلي ښار کې د بادامو سیمه‌ییز سوداګر وايي چې د دغه محصول د حاصلاتو کچه په روان کال کې سخته کمه شوې ده.

د نیلي ښار یو سوداګر جیلیل وایي، چې که وچکالي همداسې دوام ومومي، اندېښمن دی چې په دایکندي ولایت کې بادام په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

هغه له شته وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وایي، چې سږ کال د بادامو یو شمېر ونې وچې شوې او پاتې نورې هم سم مغز نه لري.

د نیلي په بازار کې د بادامو یو بل ځایي سوداګر نظرمحمد خیرخواه وایي، چې د وچکالۍ له امله د هغوی کاروبار په زیان کې روان دی.

خیرخواه وایي: «د سږ کال له حاصلاتو مو ډوډۍ ونه شوای پېرلای. څلور ځله مو کابل ته بادام یوړل؛ خو زیان مو وکړ.»

سیمه‌ییز سوداګر د تولیداتو د ودې او د بادامو د بازار د ښه کېدو لپاره وړاندیز کوي چې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او پوره مالومات ورکړل شي.

د دې ترڅنګ، هغوی ټینګار کوي چې په اوږدمهاله توګه دې دایکندي کې د بادامو د پروسس زمینه برابره شي او د بادامو د پېر او پلور لپاره دې «ځانګړی سرای» په پام کې ونیول شي.

اوسمهال بادام د ځایي سوداګرو له خوا کابل، کندهار او غزني ښارونه ته لېږدول او هلته پروسس کېږي.

د ۱۳۹۹ کال په چنګاښ میاشت کې د «اکسفام» په نوم موسسې د ښځو په مدیریت د دایکندي په مرکز او شهرستان ولسوالۍ کې د بادامو دوې کارخونې جوړې کړې؛ خو چندان پایله یې ورنه‌کړه.

د طالبانو له واکمنېدو سره د «نیلي شګوفې» بادام کارخونه د طالبانو پر درېیمه امنیتي حوزه اوښتې ده.

یوه سرچینه آمو ته وایي، چې طالبانو د بامیان په ورس ولسوالۍ کې د دایکندي د بادامو له هرې لارې تر پنځوسو زرو افغانۍ عشر اخلي.

د سرچینې په وینا: «موټر چلوونکي اړ دي چې له هرو ۵۰ منو بادامو، یو من طالبانو ته عشر ورکړي؛ خو د بامیان په ورس ولسوالۍ کې د طالبانو ځایي اداره دغه موضوع ردوي.»

دایکندي د ۲۴ ډوله بادامو لرونکي ولایت

ویل کېږي چې په دایکندي ولایت کې ۲۴ ډوله بادام تولیدېږي چې «ستربایي» او «سنګګ» یې ترټولو ډېر مشهور دي. په دې ورځو کې هر یو من په ۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ پېرل او پلورل کېږي.

له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو دایکندي کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او د تولید د کچې په اړه د طالبانو د کرنې ریاست لیدلوری ولرو؛ خو په هغو شمېرو کې چې په ۱۳۹۹ کال کې خپرې شوې، د دایکندي کروندګرو تر ۲۵ زره مټریک ټنو زیات بادام تولید کړي دي.

له ۱۳۹۳ کال څخه د جمهوري نظام تر پرځېدو، د دایکندي د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د بادامو د معرفي لپاره د هرکال په پسرلي کې د «بادام ګل» جشن ترسره کېده؛ سږ کال بیا له رامنځته شویو سیاسي بدلونونو سره داسې څه تر سترګو نه شول.

باورونه دا دي چې د بادام ګل جشن د دې لامل شو چې د دایکندي بادام ملي او نړیوالو نندارتونونو ته لار پیدا کړي او د هېواد په سطحه هم لومړی مقام خپل کړي.