افغانستان

د ګالوپ نړیواله ډلبندي: افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد

د ګالوپ نړیوالې نظرپوښتنې له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امنیت په اړه د خلکو درک او د قانون پر واکمنۍ د باور په تړاو ډلبندۍ کې سنګاپور په ۹۶ امتیازونو د امنیت په اړه د نوملړ په سر او افغانستان په ۵۱ امتیازونو سره د نوملړ په پای کې راغلی دی.

که څه هم په دغو دواړو هېوادونه کې په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا د خپرېدو له امله څېړنه نه ده شوې؛ خو په تېرو کلونو کې سنګاپور په دې نوملړ کې کابو تل ترټولو لوړ امتیازونه ترلاسه کړي او افغانستان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې ترټولو کم امتیازونه اخیستي وو.

سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د دغې نظرپوښتنې د نوملړ په پای کې و؛ خو د ۲۰۱۹ کال په پرتله چې په دې نظرپوښتنه کې یې ۴۳ امتیازونه اخیستي دي، د امنیت له پلوه ښه وضعیت لري.

د ګالوپ ډلبندي په داسې حال کې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په اړه څېړنې کړې چې د دغه کال په اګسټ میاشت کې پر هېواد د طالبانو ولکه بشپړه شوه او امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل. که څه هېواد په کړکېچ کې و؛ خو د طالبانو د جګړې پاي ته رسېدل د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت لامل شول.

د ګالوپ د راپور له مخې افغانان ترټولو کم د امنیت احساس کوي.

په ټوله نړۍ کې له هرو ۱۰ کسانو ۷ تنه د شپې له خوا له کوره بهر د امنیت احساس کوي.

که څه هم دغه احساس په سنګاپور کې په ۹۳ سلنه او افغانستان کې یوازې ۳۱ سلنه دی.

له افغانستان وروسته د لاتینې امریکا هېوادونو او د افریقا د ځینو هېوادونو ډېری خلک د شپې له خوا له کوره بهر د امنیت احساس نه لري.

هغه هېوادونه چې له اقتصادي پلوه پرمختللي دي او د قانون واکمني پکې زیاته ده، خلک زیات د امنیت احساس کوي.

د ملګروملتونو سازمان اعلان کړی، چې د خلکو ترمنځ د ناامنۍ احساس کولای شي د سوکالۍ احساس له بنسټه له منځه یوسي او په ټولنه کې باور ته زیان ورسوي او د پرمختیا پروړاندې خنډ وګرځي.