افغانستان

د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، په کابل کې د هوا د ککړتیا زیاتوالی

د هوا ککړتیا د ژمي په موسم کې د کابل ښاریانو پروړاندې یوه ننګونه ده. هر کال د هوا په سړېدو سره دغه ستونزه زیاتېږي چې دا چاره د خلکو پر روغتیا اغېزه کوي. هغوی تر روغتونونو رسوي او د ځینو نورو ژوند ترې اخلي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د مالوماتو له مخې، د ژمي په موسم کې په غیرپلاني سیمو کې د کورونو د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو له حده زیات کارول (۳۰ سلنه)، د موټرو تګ راتګ (۲۵ سلنه)، صنعتي فعالیتونه (۲۰سلنه)، خامه سړکونه (۱۵ سلنه) او د جنراتورونو د کارولو، د کثافاتو د زیاتوالي او سوځولو، د حمامونو، نانواییو، کلچو پخلنځیو، هوټلونو، رستورانونو فعالیت او د نامناسبو سون توکو (پلاستیک، ټایرونو، زړونو بوټونو…) کارول، د هوا د ککړتیا لاملونه دي. 

دا شمېرې ښيي چې د کابل په غیرپلاني سیمو، ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو کې کابو ۱۴۴ زره کورنۍ ژوند کوي چې هره کورنۍ د ژمي په موسم کې په منځني ډول یو متریک ټنه د ډبرو سکاره مصروفوي.

ددغو شمېرو له مخې، د ورځې اوه سوه زره موټر په ښار کې تګ راتګ کوي. د څه د پاسه زرو کارخونو فعالیت هم په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا یو لامل دی.

د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره هېڅ ډول هڅې نه کېږي

یو شمېر کابل ښاریان وايي چې هر کال د ژمي په موسم کې یې د کورنۍ غړي د تنفسي ناروغیو په ګډون بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. هغه ناروغۍ چې د هوا د ککړتیا له امله دي. خو له بده مرغه چې په افغانستان کې ددغو ستونزو د مخنیوي لپاره هېڅ پروګرام نشته.

د کابل یو اوسېدونکی شفیق الله چې په تنفسي ناروغۍ اخته شوی او د درملنې په موخه یوه شخصي کلینیک ته راغلی وایي: «د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي ستونزه اخته شوم، په ښار کې موټر زیات شوي دي. د موټرو د کمولو لپاره هېڅ قانون نشته. دوولس کلن ماشوم هم موټر چلوي او هېڅوک ترې پوښتنه نه کوي.»

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی عبدالاحد هم وايي چې د ژمي په موسم کې د لرګیو پرځای پلاستیک، ټایرونه او نور مواد سوځوي چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په کابل کې د وګړو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. د افغانستان له ټولو سیمو خلک پلازمیني ته راغلي، دخلکو اقتصاد ښه نه دی او دوی د لرګیو د پېرلو وس نه لري، تاسو واټونو ته وګورئ، موټر هره ورځې زیاتېږي.»

هر کال د ژمي له رارسېدو سره د سونتوکو په ځانګړې توګه د لرګیو بیه لوړېږي او د کابل اوسېدونکي یې د پېرولو وس نه لري. هغوي اړ دی د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له پلاستیکي توکو کار واخلي. چاپېریالپوهان دغه کار د انسان د روغتیا لپاره ډېر زیان رسونکی بولي.

د کابل یو بل اوسېدونکی حبیب‌الرحمن چې هره ورځ په ښار کې د پلاستیکو پر ټولولو بوخت دي وایي: «زه دغه توکي په ژمي کې د سوځولو لپاره ټولوم. که رښتیا ووایم زه هرکال له همدغو پلاستیکونو کار اخلم، پوهېږم چې زیان رسوي خو اړ یم.»

په داسې حال کې چې تر اوسه ژمي نه دی رارسېدلي د یو من لرګیو بیه تر ۱۰۰ افغانیو زیاته ده او افغانستان کې اقتصادي بېوزلۍ ته په پام ډېر وګړي یې د پېرولو وس نه لري.

ککړه هوا وژونکې ده

د داخلې برخې متخصص ډاکتر احمد جاوید ادیب پر انسان د هوا د ککړتیا د اغېزو په اړه وایي، کومې ناروغۍ چې د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کېږي ډېر خطرناکې دي. ډېری تنفسي ناروغۍ د چاپېریال د ککړوالي له امله دي او کوم ناروغان چې موږ ته راځي، هغه ناروغان دي چې پر نفس تنګي اخته شوي دي او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دغه ډاکتر همداراز وایي چې کابل کې د نفوس زیاتوالی او د ډبرو سکرو ډېر کارول کابل کې د هوا د ککړتیا عوامل دي.

د عمومي داخلې متخصص ډاکتر شهاب‌الدین صدیقي هم وایي: «هغه ناروغۍ چې د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کېږي وژونکې دي.»

هغه په دوام کې وویل: «کله چې زموږ د بدن سیستم ته ککړه هوا دننه کېږی لومړی زموږ تنفسی سیستم په نښه کوي او کله چې تنفسي سیستم ستونزه پیدا کړي، بدن ته په سمه توګه اکسیجن نه شي رسولای او ټول بدن زیانمنېږي. له دې امله کولای شم ووایم چې د چاپېریال د ککړتیا له امله رامنځته شوې ناروغۍ وژونکې دي.»

د راپورونو له مخې، د هوا ککړتیا چې «پټه خوله قاتل» یې بولي هر کال کابل کې شپږ زره تنه او په ټوله نړۍ کې ۹ میلیونه کسان له منځه وړي. که څه هم هڅه مو وکړه په دې برخه کې د طالبانو د روغتیا وزارت د چاپېریال ساتنې ریاست لیدلوری ولرو خو د دې راپور تر بشپړېدو پورې یې موږ ځواب رانه‌کړ.