افغانستان

د جمهوریت پرمهال وکالت او اوس د بېوزلۍ له امله مزدوري

۵۵ کلنه ګلالۍ احمدزۍ د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د فامیلیو سیمې اوسېدونکې ده.

هغه د تېر جمهوریت پرمهال د خپلې سیمې د ګذر وکیله وه، خو د طالبانو له راتګ سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه. هغه وایي، د طالبانو له راتګ وروسته یې څو څو ځله جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ ته د دندې وړاندیز وکړ، خو دوی ونه منله او پر ځای یې بل نارینه په دنده وګوماره.

هغه اوس له ۴۰ نورو  مېرمنو او نجونو سره د دې ولایت په فارم هډې سیمه کې په مزدورۍ جلغوزي ټکوي.

وایي، هره سهار له خپل کوره د جلغوزیو د ټکولو په نامه راځي او په مزدورۍ کې دوی ته د جلغوزیو غوزې ورکول کېږي، چې هغه بیا پلوري او په ترلاسه شویو پیسو يې د خپل کور اړتیاوې پوره کوي.

احمدزۍ د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي: «لومړی وکیله وم، ولس ته مې خدمت کاوه، خو طالبانو له دندې ګوښه کړم، اوس مزدوري کوم، چاره نه لرم، هره ورځ دلته تر ۳ بوجیو د جلغوزیو غوزې ټولوم او بیا یې پلورم او کور ته پرې د اړتیا وړ توکي پېرم.»

هغه د ورځې تر پایه تر ۳ بوجۍ غوزې راټولوي، چې یوه بوجۍ د جلغوزیو د غوزو خس په بازار کې پر ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړې وایي: «طالبان ښځو ته درناوی نه کوي، دوی خپله د ښځو زامن دي خو نه پوهېږم ولې پر موږ ژوند تریخوي، زما عمر ډېر دی او اوس دا سخت کار کوم او راسره ۴۰ نورې زما د کلي ښځې، نجونې دي هم همدا کار کوي اړمنې دي بل کار نشته.»

بل لورته بیا د جلغوزیو سوداګر وایي، چې له دوی سره په لسګونه مېرمنې او ماشومان کار کوي، چې په بدل کې د جلغوزیو غوزې دوی اخلي او دانه یې سوداګر ته پاتېږي.

اسماعیل د جلغوزیو کاروبار کوي. هغه وایي سږ کال یې حاصل ښه دی، خو په خبره یې د بارانونو د کمښت له امله یې دانه کمزورې ده.

هغه زیاتوي: «زه د خوګیاڼو ولسوالۍ له سپین غره جلغوزې راوړم، د دې سیمې خلک یې ټکوې، خپله مزدوري یې روانه کړې ده.»

هغه وایي، چې جلغوزي په هېواد کې دننه او بهر ښه بازار او ښه بیه لري او هر کال ترې دوی په ډېره کچه ګټه ترلاسه کوي.

سوداګر په دې باور دي، که د داخلي تولیداتو لپاره هوایي دهلیزونه فعال او داخلي تولیداتو ته پر وخت بهرني بازار کې ځای وموندل شي په خبره یې لیرې نه ده، چې په هېواد کې د وزګارۍ چغې کمې او کاري فرصتونه زیات شي.

د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو سره په ټول هېواد کې په کاري برخه کې د مېرمنو ونډه کمه شوې، چې لامل یې ښځینه فعالانې د طالبانو محدودیتونه یادوي، چې ورځ تر بلې ته یې پر ښځو زیاتوي.