افغانستان

نورستانۍ مېرمنې له درنو کارونو ستومانه شوې دي

نورستانۍ مېرمنې له سختو کارونو ستړې دي او وایي، سره له دې چې په هېواد کې د ښځو د ژوند د ښهوالې لپاره ګڼې دولتي او مرستندویه ادارې کار کوي، خو زیاتوي نورستانۍ مېرمنې لا هم د ژوند سختۍ ګالي او درانه پېټي لېږدوي.

حمیرا د یاد ولایت اوسېدونکې ده هغه، وایي د کور د کارونو ترڅنګ د پټیو کرکیله، خړوبول، لو، له غرونو لرګي راوړل او ژرنده هم وترغاړې ده او په خبره یې دې کارونو یې ژوند تریخ کړی دی.

هغه وایي: «زموږ ژوند ډېر سخت دی، د کور کارونه دي، لو دی، کرنه ده، د ځمکو خړوبول دي او تر ټولو سخت بیا له غرونو د لرګیو راوړل دي، له دې نور ستړې یم.»

زینب هم درانه پېټې په غاړه لري، وایي، په تېرو کلونو کې څه ډول چې لازمه وه د دوی لپاره اساسي کار نه دی شوی او په خبره یې همدا لامل دی، چې دوی یې کړاو اوس هم ویني.

زینب وایي اوسنیو حالاتو ته په کتو ښایي د ښه ژونده برخمنه نه شي.

هغه زیاتوي: «اوس خو یواځې پر ښځو د محدودیتونو خبره ده هېڅ نوې خبره نشته، موږ خو سخت کارونه کول ، حالت چې ګوم فکر نه کوم، چې نوې ښځې دې هم ښه ژوند وکړي خو خدای ته تمه لرو.»

هغه وایي پر دوی شاقه کارونه یو دود ګرځیدلی او غوښتنه کوي، چې د ژوند د ښه‌والي لپاره دې کار وشي.

ښځینه فعالانې هم د نورو افغان مېرمنو ترڅنګ د نورستانۍ مېرمنو په حال ځورېږي.

د ښځو حقونه فعاله مالۍ وایي په تېر کې یو څه کار روان وو او ګڼو نورستانیو مېرمنو ښوونځیو ته مخه کړې وه، خو په خبره یې څه ډول چې لازمه وه ورته د زده‌کړو زمینه برابره نه شوه.

ملاله وایي: «اوس په کار ده، چې طالبان په دې برخه کې کار وکړي که د اسلام خبره کوي نو دا مېرمنې دې له دې ظلم څخه وژغوري او نارینه دې قانع کړي، چې پر دوی سخت کار ونه کړي.»

نورستان کې طالب چارواکي هم مني، چې په دې ولایت کې پر ښځو سخت کارونه کېږي، خو وایي د مخنیوي لپاره یې هڅې پيل شوې دي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د مطبوعاتو مسوول سیف الدین لټون وایي، پر ښځو د درنو کارونو د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې پیل کړې او تمه لري، چې مثبتې پایلې ولري.

هغه زیاتوي: «دا دود له کلونو دوام لري، پر ښځو دا ظلم دی، او موږ هم پوهېږو، خو د دې مخنیوی وخت او حکمت غواړي، دا اوس یو اصل دود ګرځېدلی ژر تر ژره یې مخه نیول خنډونه رامنځته کوي.»

د نظر خاوندان بیا د کارونو نشتوالی، د اقتصاد خرابوالی او له زده‌کړو لیرې‌والی د دې لوی لامل بولي، چې ښځې او ماشومان سخت کارونه وکړي.

دوی وایي که په اوس وخت کې طالبان غواړي د دې مخه ونیسي نو لومړی دې خلکو ته د کار زمینه برابرې کړي.

د یادونې ده، چې یوازې نورستان نه دی، چې پر ښځو سخت کارونه ترسره کېږې د ختيځ په نورو ولایتونو لکه لغمان ، کونړ او ننګرهار کې هم په لیرې پرتو ولسوالیو کې پر ښځو درانه پېټې وړل کېږي او له زده‌کړو لیرې دي.