د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن د شنبې پر ورځ ترکیه کې په یوه ناسته کې وویل، چې افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي؛ خو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو کره وخت ته یې اشاره ونه کړه.
هغه په یوه وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون له خوا خپرېده وویل، چې اوسمهال هغوی «د نصاب پر جوړولو، د ترانسپورټي سیستم تنظیم او پر جلا ټولګیو کار» کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له ۱۴ میاشتو راهیسې تړلي دي.
طالبان د نجونو او ښځو پر ټولنیز ژوند د محدودیتونو د لګولو له امله تر نیوکې لاندې دي خو دغه ډله دا محدودیتونه کابل کې د خپلې ادارې د اصولو یوه برخه بولي.
تازه امریکا د طالب مشرانو لپاره د وېزو پر ورکولو بندیزونه اعلان کړل او ویې ویل چې دا پرېکړه د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د ځپلو له امله نیول شوې ده.
د ملګروملتونو سازمان شمېرې ښیي، چې د نجونو ښوونځيو تړلي پاتې کېدو لږ تر لږه یو میلیون او ۱۰۰ زره نجونې له ښوونځیو بېبرخې کړې دي.