افغانستان

ننګرهارۍ نجونې: په بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوو

ننګرهار کې د روغتیا په برخه کې له نیمه عالي زده‌کړو فارغې نجونې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي.

دوی، چې تازه جلال اباد کې له یوه خصوصي روغتیایي انستیتوت څخه فارغې شوې وایي، دېرې هیلې لري؛ خو برخليک یې روښانه نه دی او له دې امله کړېږي.

ښکلا مومند تازه د امام غزالي خصوصي انستیتوت د قابله ګۍ څانګې فارغه شوه، وایي له خپل راتلونکي ناخبره ده او نه هم پر اوسني نظام باور لري.

اغلې مومند وایي، که په عملي برخه کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره شي او ورسره کاري زده‌کړه برابره شي وبه کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

هغې زیاته کړه: «موږ له طالبانو هیله کوو، چې د ټولو نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي. علم پر نارینه او ښځینه فرض دی موږ حق لرو. حکومت مو کابو بشپړ ړنګ دی، خپل را راون برخلیک ته اندېښمنې یو، چې څه به کېږي، خو که راته ډاډ او زمینه برابره شي د خدمت کولو وړتیا لرو.»

حدیثه هم د قابله ګۍ له څانګې په ښه درجه فارغه شوه ، خوشحاله ده چې تر ۱۴ ټولګي په ښه درجه ورسېده او هوډ لري، چې په دې سختو شرايطو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه وایي: «راتلونکی مو ناڅرګند دی، یوازې په خیالاتو او فکرونو مخکې ځو، طالبان دې ښځو ته درناوی وکړي، افغان مېرمنې هم کولای شي خدمت وکړي او هره برخه کې لاسته راوړنې ولري.»

حدیثه وایي، هره نجلۍ له پیله تر دوولسمه زده‌کړې کوي، په خبره یې که تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره نه شي هېڅکله به دوی پرمختګ ونه کړي.

بسمینه پارسا هم له یاد انستیتوت څخه فارغه شوې ده وایي، افغانستان په هر ډګر کې ښځو ته اړتیا لري او په خبره یې اړتیا ده، چې طالبان د ځوانانو د هیلو له وژل کېدو دوی ته ډاډ ورکړي.

هغه وایي: «د نارینه‌وو ترڅنګ نجونې هم حق لري، چې زده‌کړې وکړي او شته نظام دې ښځو ته پر زده‌کړو سربېره په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه هم برابره کړي.»

دوی وایي، ډېری نجونې د لوړو زده کړو هیله لري، خو پر وړاندې یې د طالبانو بندیزونه، کلتوري محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د خصوصي پوهنتونو لوړ لګښتونه لویې ننګونې دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس ډاکتر امیر محمد افتاب بیا ډاډ ورکوي، چې تر خپلې وسې هڅه کوي، چې د طب په برخه کې تازه فارغو شویو زده‌کړیالانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه وایي: «کوم زده‌کړیالان، چې ننګرهار کې د طب له برخې فارغېږي مونږ ورته د کاري زمینې د برابرېدو په برخه کې کار کړی او لا هم هڅه کې یو چې دوی ته په ښار او ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې کار پیدا کړو.»

تازه فارغ شوي زده کړیالان په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پر ګومارلو ټینګار کوي او وایي، اوسمهال په ډېری دولتي ادارو کې غیر مسلکي کسان ګومارل شوي، چې دې حالت د فارغو شویو زده‌کړیالانو په روان منفي اغېز کړی دی.

د ویلو ده، چې له دې اندېښنو سره سره تازه د چهارشنبې پر ورځ ننګرهار کې له یاد خصوصي انستیتوت څخه ۲۵۰ تنه په روغتیايي برخه کې فارغ شول.

مسوولین يې وایي په یاد شمېر زده کړیالانو کې ۱۰۰ نجونې او ۱۵۰ هلکان شامل دي او تمه لري، چې طالبان به دوی ته د کار ترڅنګ د عملي زده‌کړو په برخه کې هم کار وکړي.