افغانستان

کندهار کې يوه سړي د بېوزلۍ له امله خپل درې اولادونه وژلي دي

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اړوند کاريزک سيمه کې د نقيب الله په نوم يو کس د خپلو درېیو زامنو سرونه د بېوزلۍ او زياتي ناچارۍ له امله پرې کړي دي.

دغه پلار، خپل زامن له وژلو وروسته ښځ کړي وو، چې تېره ورځ پيدا او په همدې ورځ يې جنازې خاورو ته وسپارل شوې.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان ملا عبدالرزاق وايي؛ د نقیب الله په نوم کس، چې په چاړې سره يې د خپلو درېیو زامنو سرونه پرې کړي وو، د دوی له خوا نیول شوی دی.

نوموړی وايي، چې تورن سړي ورته ويلي خپل درې واړه ماشومان يې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله وژلي دي.

عبدالرزاق وایي: «موږ نقیب الله ونیوه او پوښتنه مو ترې وکړه، چې ولې یې خپل اولادونه وژلي دي هغه وويل، چي اقتصادي ستونزې لرلې او خلکو به راته پېغور راکاوه، چې ستا اولادونه دروېزه کوي چې دې خبري زه ځورولم ما یې هم په چارې سره سرونه پرې کړل، دغه قاتل ته موږ دوسيه جوړه کړې د قانون له مخې به سزا ورکړو.»

تر دې مخکې څو مياشتي وړاندي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم يوه پلار د خپل زوی سر د نامالومه لاملونو له امله پرې کړی و.

د دا ډول وژنو لامل څه دی؟

کندهار ولایت کې له تېرو درييو مياشتو راهيسي ۷ کسانو ځانوژنې کړي دي او يا يي هم د کورنیو د نورو غړو د وژلو هڅه کړې ده.

ټولنپوهان وایي، د ځان وژني او د نورو د وژلو هڅه کونکي کسان د ژور خپګان پر ترټولو لوړه کچه اخته وي.

د ټولنيزو چارو شنونکی نعمت الله نالان وایي بېوزلۍ، لوږې او بې‌حده زياته غريبي د دې ډول پېښو اساسي لامل دی.

نالان وایي دولت باید د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره لويي پروژې پلې کړي.

کندهار کې وزګاري

که څه هم په سويلي ولایت کندهار کې د تېري يوې مياشتي په پرتله د خوراکي توکو بيې لوړې شوې، خو بيا هم د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

په دغه ولایت کې د وزګارو کسانو شمېر ښایي سلګونه زرو تنو ته ورسيږي، ځکه د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم کندهار ته د کار موندلو لپاره راځي.

ميروېس د هرات او صديق‌الله د فراه اوسېدونکي دي، چې کندهار ته د کار لپاره راغلي، خو د اوونۍ ټولي ورځي د دغه ولایت په واټونو د کار پيدا کولو په نيت تېروي، چې ان مزدوري هم نه شي موندلای.

دوی وایي له زياتي ناچاري يې خپل کورونه پرېښي.

د بشري مرستو د وېش بهیر

له تېر کال راهيسي د نورو ولایتونو په څېر کندهار ولایت کې هم بشري مرستې ترسره کېږي، خو دغه مرسته د خلکو په وينا اړمنو ته نه رسيږي.

د کندهار د پنجوائي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحيم وایي، دري ورځي يې پرلپسې د مرستي ترلاسه کولو لپاره تېرې کړې، خو بيا هم مرسته ورنه‌کړل شوه.

دی وایي مرسته هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې واسطه ولري.

د فقر د له منځه وړلو لپاره چارواکي څه کوي؟

له دې ټولو سره د کندهار ولایتي مسوولين وایي د بېکارۍ او فقر د له منځه وړلو لپاره د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له خلکو سره بشري مرستي رواني دي او د ښاروالۍ او نورو رغنيزو بنسټونو په چوکاټ کې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شوې.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي د دفتر ویاند عطاءالله زيد وایي، موږ د بشري مرستو په وېش کې د روڼتیا او بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د نورو پروژو د عملي کولو د تګلارو په جوړولو بوخت يو.

کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ رياست هم ویلی، چې د خپلو رغنيزو پروژو ترڅنګ يې د خوړو د نړيوال پروګرام په مرسته څه باندي ۷ زره کسانو ته په لنډمهاله توګه د کار کولو زمينه برابره کړې ده.

د يادوني وړ ده، چې له دې ټولو سره سره بيا هم دغه ولایت کې وزګاري زياته او د دې ولایت اوسېدونکي د کار په لټه ان ايران او پاکستان ته د تللو په هڅه دي.