افغانستان

د افغانستان په لېږد رالېږد کې د سالنګ لویې لارې ارزښت ته کتنه

د سالنګ واټ د هېواد مهمه او ترانزیټي لویه لار ده چې ۱۶ شمالي ولایتونه له یو بل سره نښلوي او تازه د شمالي او سویلي سالنګ د سړک د بیارغولو چارې د طالبانو د ټولګټو وزارت له خوا پیل شوې دي.

د دغه وزارت مسوولان همداراز له بهرنیو شرکتونو سره د سالنګونو د دویم تونل د جوړولو په موخه له خبرو اترو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سالنګونو اوسېدونکي کلونه کېږي چې د دې پروژې پيل ته په تمه دي.

دغه اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د دې پروژې له جدي څارنې سره د سیمې خلک هم د دغه واټ د جوړولو لپاره وګوماري.

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولان وایي چې د سالنګونو د دویم تونل د جوړولو لپاره یې له بهرنیو هېوادونو سره خبرې اترې کړې دي او د دې خبرو اترو په پایله کې پرېکړه پر دې شوې چې د دواړو لوریو مسلکي غړي یو ځای د سالنګونو د دویمې پروژې د طرحې، ډیزاین او براورد لپاره کار وکړي او په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه ونیول شي.

د واټونو له لارې لېږ رالېږد؛ د ټولنې د اقتصاد د ملا تیر

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوهان د سالنګونو د دویمې پروژې د مطالعاتو له پیله په هرکلي باوري دي چې د ترانسپورټ، د اوبو، ځمکې او هوا له لارې لېږد رالېږد د ټولنې د اقتصاد د ملا تیر دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدلنصیر رښتیا په دې اړه وایي چې افغانستان د وچې ترمنځ هېواد دی او معیاري واټونو ته سخته اړتیا لري.

هغه په دوام کې د دې په بیان چې افغانستان وارداتي هېواد دی او خپلې ټولې اړتیاوې له بهر څخه برابروي وویل: «له همدې امله د معیاري واټونو لرل زموږ د هېوادونو اصلي او بنسټیزه اړتیا ده.»

ښاغلي رښتیا په دوام کې زیاته کړه: «د سالنګ سړک د افغانستان لپاره مهمه ترانزیټي او سوداګریزه لار ده چې ډېری شمالي ولایتونه له مرکز او سویل سره نښلوي او زیات ترانزیټي ارزښت لري.»

هغه ټینګار وکړ: «د معیاري سړکونو لرل د هېواد پر لېږد رالېږد او د اقتصاد پر ودې ګڼې اغېزې لري. ښې لارې د دې لامل کېږي چې په لنډه موده کې موږ په بازارنو کې د توکو پر بیو او لاسرسي یې د مثبتو اغېزو شاهد ووسو چې اخوا په ټولنه کې د دندو د رامنځته کېدو لامل هم کېږي.»

د سالنګ تونل په اړه څه پوهېږو؟

د سالنګ تونل د سمندر له سطحې ۳ زره او ۹۵۰ متره لوړ او د هندوکش له واورو ډکو غرونو په مرکزي برخه کې موقعیت لري.

د دغه تونل اوږدوالی ۲ زره او ۷۰۰ متره دی. د جوړولو چارې یې په ۱۳۳۷ هجري ـ لمریز کال کې پیل شوې او له ۶ کلونو وروسته په ۱۳۴۳ کال کې پایته ورسېدې.

دغه پروژه د د شوروي دولت په همکارۍ د محمد داوود د صدارت پرمهال پیل شوه، د دغه تونل لوړوالی ۵ متره دی او ۶ متره پلنوالی لري.

د دغه تونل لګښت ۶۳۶ میلیون امریکایي ډالره وه او له جوړولو سره یې د افغانستان د شمال او سویل ترمنځ واټن ۱۱۰ کیلومتره لنډ شو. دغه تونل د افغانستان شمال له سویل سره نښلوي.

د دغه تونل له جوړېدو مخکې سوداګري او لېږد رالېږد د هندوکش د واورینو غرونو له لارې ترسره کېده.

د سالنګ تاریخي بهیر

پخوا خلکو د افغانستان له سویل څخه شمال ته د سفر لپاره پنځه ستونزمنې لارې لرلې. د بادغیس او هرات لویې لارې ترمنځ د مرغاب او کوتل نخودک لار، د بامیان او مزارشریف ترمنځ دویمه لویه لار، درېیمه لار له خنجانه شمالي ته، څلورمه لار د بدخشان او پنجشېر ترمنځ او پنځمه لار د بدخشان او نورستان ترمنځ وه.

خو د کریړ شوي سړک له لارې د افغانستان له سویل سره د شمال د نښلولو فکر د امیر شیر علي خان د واکمني پرمهال رامنځته شو.

له ۱۳۰۲ تر ۱۳۰۸ لمریز کال پورې امیر حبیب الله وغوښتل چې شمالي سالنګ له سویلي سالنګ سره ونښلوي. په تاریخي اسنادو کې راغلي چې د دغه سړک د جوړولو کار ۴۰ زره د سرو زرو اشرفۍ او د نیکولای سپین زر لګښت درلود.

په ۱۳۵۲ هجري ـ لمریزو کلونو کې دغه تونل د هواکشۍ ماشینونو په لګولو په ۲۴ ساعتونو کې د ۲ زره موټرو د تګ راتګ ګنجایش درلود.

په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د عبدالرشید دوستم او احمد شاه مسعود ترمنځ سخته جګړه وشوه. مسعود او جنرال بصیر سالنګي د دوستم د کسانو له دننه کېدو د مخنیوي لپاره سړک تر څو کیلومترو تخریب کړ.

د دغه تونل د بیا فعالولو کار له ۲۰۰۲ کال وروسته د نړیوال بانک په همکارۍ پیل شو؛ خو ځکه چې دغه تونل د هندوکش غرونو په نهایي لوړ ځای کې دی هر کال د واورې د ښووېدو له امله تړل کېږي او انساني تلفات اړوي. په ژمي کې د دغه ځای یخوالی تر منفي ۲۵ ـ ۳۰ سانتي ګراد پورې رسېږي.

د سالنګ لویه لار هر کال د ژمي په رارسېدو د سختو واورو له امله د ترافیک پرمخ تړل کېږي.

د سړک خرابوالی او خاموالی او د دغه واټ په کریړ کولو کې د غیرمعیاري موادو کارول هغه ننګونې دي چې موټر چلوونکي یې تنګ راوستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سالنګ لویه لار تر اوسه څو ځله بیا نوی او بیا رغول شوی دی؛ خو هر کال د ژمي په رارسېدو دغه لار د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي او اوس چې د دغه سړک د بیارغونې کار روان دی، وبه لیدل شي چې راروان ژمي کې د دې لارې د مسافرینو او موټرچلوونکو ستونزو اوارېږي یا نه؟