افغانستان

هرات کې دیني عالمان: د نجونو ښوونځیو تړل دیني توجیه نه لري

تر یوه کال زیاته موده کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي او دغه بهیر لا هم دوام لري؛ هغه اقدام چې پر طالبانو یې سختې نیوکې پارولې دي. د شته خبرونو او معلوماتو له مخې د نجونو ښوونځیو د پرانیست په اړه د طالبانو د اوسنۍ ادارې د مسوولانو او غړو ترمنځ اختلافونه شته.

د طالبانو یوه مسوول، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي له یوې رسنۍ سره په خبرو اترو کې ویلي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو موضوع یې د دې ډلې له نورو غړو سره شریکه کړې؛ خو له ده سره مخالفت شوی او ان پر سزا او مرګ ګواښل شوی دی.

په دې موده کې د امریکا په شمول هېوادونو او د ملګروملتونو سازمان او اروپایي ټولنې په څېر لویو سازمانونو څو ځله د نجونو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی؛ خو داسې برېښي چې په دې اړه د طالبانو په بېلابېلو سطحو کې یو لیدلوری نشته.

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې ښوونځیو ته د نجونو له تګ څخه د منع کولو لپاره د طالبانو د ناوړه سیاست د دوام پروړاندې هېڅ توجیه نشته او ان د طالبانو دغه کړنه هېڅ ډول دیني، کلتوري او تدارکاتي بڼه نه لري.

د هغې په وینا، دغه ناوړه سیاست یوازې د افغان نجونو فوق العاده وړتیاوې او هیلې له منځه وړي او افغانستان له یوې لویې بېوزلۍ او ناهیلۍ سره مخامخ کوي.

اخوا، د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست چې موده مخکې یې ارزګان ته سفر کړی و، ویلي چې د دغه هېواد خلک د شته کلتور او دودونو له امله به له شپږ او اووه کلنۍ پورته نجونې ښوونځیو ته ونه لېږي.

هغه له شپږم ټولګي وروسته نجونو زده کړو په اړه د رسنیو پوښتنې ته په ځواب کې له خبریالانو د نظر اخیستو غوښتنه وکړه.

نورالله منیر وویل: «که تاسو د ارزګان له بازار څخه ووځئ او په کلیو کې له سپينږیرو دا وپوښتئ، تاسو ته به روښانه شي. تاسو په جماعتونو کې پوښتنه وکړئ چې څو سلنه سپینږیري او څو سلنه خلک دې ته تیار دی چې شپږ او اووه کلنې لوڼې یې ښوونځي ته ولېږي، ان‌شاالله دغې پوښتنې ته اړتیا نشته. موږ او تاسو په افغانۍ ټولنه کې ژوند کړی، زموږ کلتور تاستو ته مالوم دی. دغه فرهنګ هغه څه دي چې په ډېرو وختونو کې د حکومتونو له خوا په پام کې نه دي نیول شوي.»

د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل دیني توجیه نه لري

هرات کې یو دیني عالم وایي چې د اسلام دین تل مسلمانان د درس او پوهنې اخیستو ته رابللي او د ښځو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل «دیني توجیه» نه لري.

هرات کې دیني عالم مولوي صبغت‌الله مولوي‌زاده په یوه غونډه کې چې د ملا عبدالغني په حضور رامنځته شوې وه ویلي، چې هېڅوک حق نه لري ښځې د زده کړو له حق څخه منع کړي او مسوولان باید په هېواد کې د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي ترڅو هغوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ښاغلی مولوي زاده په دوام کې زیاته کړې: «هغه څوک چې د نجونو ښوونځیو د تړلو په اړه مخالف لاملونه او لیدلوری لري را دې شي د هرات له علماوو سره دې کینې او مناظره دې وکړي.»

کابل کې د علماوو شورا غړی مولوي عبدالقدیر قانت په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په تړاو وایي: «د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو موضوع هېڅ ډول دیني توجیه نه لري؛ بلکې پر سیاسي موضوعګانو پورې تړلې ده، چې د افغانستان د ګاونډیو له خوا پر خلکو او د (طالبانو) پر حکومت تپل شوې ده.»

هغه په دوام کې ټینګار وکړ: «د اسلام دین نه یوازې د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دی؛ بلکې تل یې ټول قشرونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې زده کړو ته رابللي دي او اسلامي امارت باید زر تر زره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو سره ټولنه زیانمنه کېږي

په همدې حال کې د هېواد وګړي هم د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستو غوښتونکي دي هغوی وایي، چې له دغه کار سره د نجونو راتلونکی تیاره دی او د هېواد نجونې باید نالوستې پاتې نه شي.

د هرات اوسېدونکی عبدالقیوم وايي: «د نجونو ښوونځیو تړل کېدل په رښتیا هم ډېره د اندېښنې وړ ده؛ ځکه د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ دی. دولت (د طالبانو اداره) باید په دې برخه کې بنسټیز ګام پورته کړی او زر تر زره د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

د کابل اوسېدونکی خیرمحمد ههم په دې اړه وویل: «د نجونو ښوونځیو تړل کېدل هېڅ توجیه نه لري او له کوم لامل پرته د اسلامي امارت (طالبانو) له خوا تړل شوي دي. دا کار کولای شي پوهنې او زده کړو ته سخت زیان ورسوي او د نیمایي ټولنې راتلونکی ناروښانه له زیان او پیچلتیا سره مخ کوي.»د ویلو ده، چې تېره اوونۍ د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼې لیسې بیا پرانیستل شوې؛ خو څو ورځې وروسته بېرته د طالبانو له خوا وتړل شوې، چې دغه موضوع سخت غبرګونونه وپارول او نجونو زده کوونکو پر واټونو لاریون وکړ.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په تړاو د طالبانو سخت منتقد دی او څو ځله یې د دغو ښوونځیو د بیا پرانیست غوښتنه کړې وه، د پکتیا د موضوع په غبرګون کې یې خبرپاڼه خپره کړه چې په یوه برخه کې یې راغلي: «په پکتیا کې د ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره د زده کوونکو نجونو غږ زموږ د ټولو نجونو غږ او د ټول افغان ولس غوښتنه ده. د ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره د نجونو غږ د عزت، پرمختګ او د ګران هېواد د په پښو درېدو غږ دی.»

د طالبانو مسوولانو د خپلې ادارې په پيل کې وویل، چې یو کمیسیون له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره کار کوي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې او ښوونځي لا هم تړلي دي.