سوداګري

بڼوال: د کندهار د ممیزو (ابجوشو) لپاره دې بازار موندنه وشي

د کندهار په کچه پنجوائي هغه ولسوالي ده، چې له انګورو یې په زياته کچه د ابجوشو په نوم ممیز توليدېږي.

د ایته په نوم دانه شوي انګور باغ لرونکي په هوارو ميدانونو کې په ګرمو اوبو او تيزابو کې لومړۍ مينځي او وروسته یې د يوې يا هم دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې هواروي.

بڼوال وایي سږني حاصلات يې د تېر کال په پرتله د باران له امله ۸۰ سلنه کم دي.

د سراج الدين او دين محمد په نومونو دوو باغ لرونکو، چې د پنجوائي ولسوالۍ د دامان په سيمه کې يې ممیز (ابجوش) وچول آمو ته وویل: «له يوې خوا باران او له بلي خوا بيا د بازار نشتون سږ کال له ستونزو سره مخ کړي يوو. زموږ غوښتنه دا ده، چې زموږ د سږ کال حاصلاتو ته بازار موندنه وشي.»

د کندهار زياته وچه مېوه پاکستان او هند ته صادرېږي.

د کندهارد سوداګرۍ خوني مشرحاجي صديق مهمند هم وایي، چې سږ کال د طوفاني بادونو او بارانونو له امله د کندهار د انګورو حاصلات کم شوي، خو دوی د پاتې حاصلاتو د بازار موندني او مالياتو د کمښت په اړه له چارواکو سره خبري کړي دي.

مهمند وایي: «بڼوال رښتيا هم ستونزي لري، خو تر بازارونو د هغوی د سږ کال حاصلاتو د رسولو لپاره موږ کار کوو.»

د کندهار ژړۍ، پنجوائي، مېوند، ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کې د مېوو زرګونه باغونه شتون لري، چې حاصلات يې د کورنيو مارکېټونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کيږي.