افغانستان

د ننګرهار لیرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته انلاين ښوونځی پيلېږي

د ننګرهار په لیرې پرتو سیمو کې هغو ماشومانو ته، چې له ښوونځيو بې برخې دي انلاین زده کړې پيلېږي.

د ننګرهار رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې د رئیس ران مک کامن له قوله ویلي، چې په پلان کې لري ترڅو د دې ولايت په هغو لرو پرتو سيمو کې، چې له ماشومانو ښوونځي لیرې دي او يا د کورنۍ له خوا زده کړو ته نه پرېښودل کيږي د لپټاپ کمپيوټرونو او نورو اړينو وسايلو په وېشلو ورته انلاين زده کړې پيل کړي.

ران مک کامن زیاتوي، چې په لومړي سر کې به پنځه سوه او يو نيم کال وروسته به لس زره کسانو ته په انلاين ډول د زده کړو زمينه برابره کړي.

هغه وويل، اوس هغه وخت دی چې امريکا او طالبان په ګډه د رسنيو د پروپاګند مخنيوی وکړي او په دې هېواد کې تعليم او پرمختګ ته کار وکړي.

ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال وایي محمد رباني ناصح د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې مشر څخه مننه وکړه چې لا هم افغانانو سره مرسته او همکاري کوي.

ناصح ویلي، په لیرو پرتو سيمو کې افغان ماشومان زده کړو ته ډېره اړتيا لري او د انلاين زده کړو پيل به هم ګټور ثابت شي.

د ننګرهار په لیرې پرتو ولسوالیو کې له زده کړو محروم ماشومانو ته د انلاین زده کړې د پيل خبر داسې مهال خپرېږي، چې د دې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې ماشومان او کورنۍ له هر ډول لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

د ننګرهار عام ولس دا اقدام ستایي خو باوري نه دي، چې بریالی به شي که نه.

د خوګیاڼو اوسېدونکی صفت الله محبت له آمو سره په خبرو کې برېښنا، انټرنټ او نور برقي اړین وسایل هغه ستونزې یادې کړې، چې ښايي دا پروسه بریالۍ نه شي.

نوموړی وایي: «په لیرې پرتو ولسوالیو کې موبایل کار نه کوي، نو انټرنټ به له کومه شي، خلک به څنګه دا وکاروي، هلته ماشومان یوازې د څارويو په روزلو او کرنیزو کارونو بلد دي دوی به څنګه دا وسایل کاروي او څنګه به ورته پام کوي.»

د شېرزادو د ولسوالۍ اوسېدونکی نوروالله شېرزاد بیا د دې پروسې پر بریالیتوب باوري ځکه نه دی، چې په خبره یې اوسنیو حالاتو کې دې کار ته زمینه نه ده برابره.

نوموړی وایي: «زما د خپل کور ماشومان لا کمپيوټر نه پېژني نو انلاین زده کړه به څنګه وکړی، زه خپله لا ورسره بلد نه یم، دا کار سخته ځکه دی، چې لومړی باید دوی هر یوه ته پر وسایلو د پوهېدو زده کړه ورکړل شي، کورنۍ یې پوه کړل شي.»

عام خلک له طالب چارواکو غواړي، چې تر انلاین زده کړو دې حضوري زده کړو ته پام وکړي او هغو ماشومانو ته چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري ښوونځي برابر کړي.

دوی وایي طالبان دې په دې برخه کې هلکان او نجونو دواړو ته د زده کړو زمینه برابره کړي نه یوازې کوچنیو هلکانو ته.

د نظرخاوندان بیا د دې پروسې ترڅنګ له طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو د پیل غوښتنه کوي.

دوی وایي که دا چاره ترسره شي خلک به باوري شي، چې طالبان زده کړو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې، چې د ننګرهار په لرې پرتو ولسوالیو کې ګڼ داسې کلي شته، چې په کې له دولسم ټولګې فارغه نجلۍ نه لري.