سوداګري

بغلان کې د غوري سمنټو کارخونې د فعالیت بیا پیلېدل

کارخانه سمنت غوری

د بغلان ولایت د غوري سمنټو کارخونه چې د ډبرو سکرو د کمښت له امله له کاره لوېدلې وه، بېرته یې فعالیت پیل کړی دی.

د دغې کارخونې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي: «د ورځې تر ۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوو او ددې کارخونې ډېری تولید شوي سمنټ د هېواد په شمالي ولایتونو کې پلورل کېږي.»

ویل کېږي چې ددغې کارخونې کارګران څلرویشت ساعته په درېیو نوبتونو کې کار کوي چې شمېر یې ۸۲۰ تنو ته رسېږي.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو کارخونې د تولید آمر محراب الدین قریشي وایي: «خوښ یم چې دې کارخونې له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پيل کړی دی؛ خو دا کارخونه یو لړ وسایلو او پرزو ته اړتیا لري او پېرلو لپاره یې یو پلاوی له هېواده بهر ته لېږل شوی دی.»

قریشي زیاتوي: «د غوري سمنټو په فابریکه کې تولید شوي سمنټ په ګاونډیو هېوادونو کې د تولید شویو سمنټو په پرتله لوړ کیفیت لري.»

ددې کارخونې مسوولین له خلکو غواړي چې د بهرنیو سمنټو پر ځاي، له غوري سمنټو استفاده وکړي ترڅو کورني تولیدات او پلور یې زیات شي.

د غوري سمنټو کارخونه په هېواد کې تر ټولو لویه تولیدي فابریکه ده چې د ورځې سلګونه ټنه سمنټ تولیدوي. په دغه کارخونه کې ۸۰۰ تنه په کار بوخت دي.

د ویلو ده چې دغې کارخونې د ډبرو سکرو د کمښت له امله د څلورو میاشتو لپاره خپل فعالیت درولی و؛ خو له څو اونیو راهیسې یې خپل کار بېرته پیل کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د هېواد د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي او پاکستان د هېواد د کاني تولیداتو اصلي پېرودونکی ګڼل کېږي.