افغانستان

یونیسف په نیمروز کې ۱۷ زره ماشومانو ته زده کړو زمینه برابره کړه

د نیمروز ماشومان په درسي ټولګیو کې

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف په نیمروز کې ۱۷ زره نجونو او هلکانو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړه.

د یونیسف دفتر مسوول په دې اړه وایي چې د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له لیک او لوست څخه پاتې ماشومانو ته ۵۰۰ ځایي ټولګي چمتو شوي او په دغو ټولګیو کې به زده کړې د تامینونکي د مالي ملاتړ پربسنټ له درېیو تر اتو کلونو دوام ولري.

د دې بنسټ د مسوولانو په وینا، د دغو ماشومانو د روزلو لپاره ۵۰۰ ښځینه او نارینه ښوونکي ګومارل شوي دي.

نیمروز ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس یارمحمد حق‌یار د یونیسف له دغه اقدام څخه په هرکلي وویل: ”د دغه روزنیز پروګرام د ښه ووالي او لا اغېزمنتیا لپاره به د پوهنې ریاست تل څارنه ترې وکړي او له حامي دفتر سره به همغږي ولرو. ”

دغه ماشومان چې اوس د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده، د نیمروز په لیرو پرتو سیمو او کلیو کې ژوند کوي د ښوونځي د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې وو.

هغوی له دې چې د روزنې زمینه ورته برابره شوې ده او د لومړي ځل لپاره درسي ټولګیو ته تللي دي، خوښ دي.

صفورا د دغه ولایت یوه زده کوونکې ده، هغه هیله لري چې ډاکتره شي او وایي: «کلونو کېږي چې له لیک او لوست څخه بې برخې وو. اوس به تر وروستي حده هڅه وکړو چې د زده کړو لوړو سطحو ته لار ومومو او د ټولنې لپاره خدمت وکړو.»

په همدې حال کې د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي خپلو اولادونو ته د روزنې زمینې له برابرېدو خوښي څرګندوي.

د نیمروز اوسېدونکې مریم له دغې پېښې خوشحاله ده او وایي: ”ډېره موده کېږي چې زموږ ماشومانو له زده کړو بې برخې وو. تر ښوونځي لار زیاته ده او هغوی لا ماشومان دي. د دغه پروګرام په لار اچول ډېر ښه شول. ”

د نیمروز بل اوسېدونکي خداداد چې په څېره کې خوښي له ورایه ښکاري زیاته کړه: «موږ په لیرې پراته کلي کې ژوند کوو، له بازار او هر څه څلور کیلومتره واټن لرو او اوس ډېر خوښ یو چې زموږ په کلي کې ښوونځی پيل شوی دی.».

یونیسف په داسې حال کې دغه روزنیز پروګرام پیلوي چې په افغانستان کې شته ستونزې او څو کلنې جګړې د دې لامل شوې چې د هېواد په ډېری کليو کې زرګونه تنه د لیک لوست له نعمت څخه بې برخې پاتې شي.

نیمروز ولایت کې ټولټال ۱۶۲ ښوونځي موجود دي چې ۱۵ یې مخکې د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، پنځه ښوونځي هم په یوه کال کې د زده کوونکو د نشتون له امله وتړل شول او اوس یوازې ۱۴۲ ښوونځي فعال دي او ۵۸۰۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکي په دغو ښوونځیو کې شامل دي.