افغانستان

بغلان کې ۱۰۰ زره ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کوي

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په ګډون په خوست او نهرین ولسوالیو کې د شري واکسین د تطبیق کمپاین پيل شوی دی.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالاول شریفي په دې اړه وایي چې ټاکل شوې د بغلان په خوست او نهرین ولسوالیو او پلخمري ښار کې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو ۱۰۰ زره ماشومان د شري واکسین ترلاسه کړي.

ښاغلي شریفي په دوام کې وویل: «که څه هم د شري واکسین په درېیو کلونو کې یو ځل تطبیقېږي؛ خو د دغې ناروغۍ د زیاتېدو له امله د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې د شري ناروغۍ واکسین په هغو ولسوالیو کې چې ډېر موردونه پکې ثبتېږي، تطبیق کړي.»

شری ساري ناروغي ده چې له یوه کس څخه بل کس ته لېږدول کېږي او پر اخته کېدو یې لومړنۍ نښې پر ځان د سرو رنګو دانو راڅرګندېدل او بخار دي. دغه نښې لومړۍ پر غوږونو، غاړې یا هم سر کې لیدل کېږي. دغه نښې ځان ته د دغه ویروس له دننه کېدو (چې د ناروغۍ د ښکاره کېدو لامل کېږي) درې ورځې وروسته څرګندېږی. په لومړیو ورځو کې که څه هم پر دغه ویروس اخته کس ترې خبر نه لري؛ خو دغه ویروس نورو کسانو ته هم پراختیا موندلای شي.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان چې په روان کال کې په دغه ولایت کې نږدې ۷۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي چې ډېری یې په خوست او نهرین ولسوالیو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسین کېدو ډډه کوي؛ ځکه له جانبي عوارضو څخه یې وېره لري.

خو روغتیایي کارپوهان د شري واکسین تطبیق اړین بولي.

د شري ناروغۍ واکسین له دوو کمزورو شویو ویروسونو څخه جوړ شوي. دغه واکسین باید له یو کلنۍ وروسته تطبیق شي. یوازې په دې توګه له دغې ناروغۍ څخه کورنۍ د خپلو ماشومانو له خوندیتوبه ډاډ ترلاسه کولای شي. دغه واکسین ماشومانو ته عوارض نه لري.

د بغلان ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي د شري ناروغۍ د تطبیق کمپاین له پيل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې تېر یوه کال کې زیات شمېر ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یوه کال کې د شري ناروغي په بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې زیاته شوې ده او د مسوولانو په وینا د دغې ناورغۍ د له منځه وړلو لپاره په یادو ولایتونو کې د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.