افغانستان

پخواني پوځیان: د ترکیې حکومت موږ افغانستان ته راولېږلو

په وروستیو ورځو کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر په زیاتېدو دی چې له ترکیې افغانستان ته رالېږل شوي؛ په دغو افغانانو کې پخواني پوځیان هم شامل دي.

که څه هم تراوسه په رسمي توګه د ترکیې حکومت له خوا افغانستان ته د مخکینیو پوځیانو د راستنولو په اړه کره شمېر نه دی په ډاګه شوی؛ خو آمو ټلوېزیون له درېیو هغو پوځیانو سره چې د ترکيې حکومت له خوا کابل ته رالېږل شوي، خبرې کړې دي. 

دغه درې تنه چې په تېرو درېيو میاشتو کې په دوو جلا جلا الوتنو کې کابل ته رالېږل شوي، تاییدوي چې په دوی کې یو شمېر مخکیني پوځیان هم شته.

جواد د یوه پخواني پوځي مستعار نوم دی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي د خپلې راستنېدنې کره وخت روښانه کړي.

هغه وايي چې د طالبانو ادارې په رامنځته کېدو سره، ایران ته او له هغې وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه ترکیې ولاړ.

جواد، د ترکي پولیسو له خوا د هغه د نیول کېد څرنګوالی داسې بیانوي: «د ترکیې پولیسو رانه پوښتنه وکړه چې ولې دلته راغلی یې؟ ما قانوني اسناد نه لرل او ورته ومې ویل چې پوځي وم او په افغانستان کې مې ژوند په خطر کې و او اوس غواړم اروپا ته ولاړ شم؛ خو پولیس مې لاس وتړل او څو شپې یې له نورو افغانانو سره د زندان په شان ځای کې وساتلم او وروسته یې افغانستان ته راولېږلم.»

افغانستان ته نور راستانه کړای شوي افغانانو هم دې ته ورته کیسې لري. مختار چې د یوه بل راایستل شوي افغان مستعار نوم دی، اوس د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن دی.

هغه ټینګار کوي: «زه یوازې ترکیې ته تللی وم او کورنۍ مې په بدخشان کې ده، اوس دلته په کابل کې یم او نشم کولای چې بدخشان ته ولاړ شم؛ ځکه که بدخشان ته ولاړ شم، زما او د کورنۍ امنیت مې له خطر سره مخ کېږي.»

عبدالله د یوه بل پخواني پوځي مستعار نوم دی چې د ترکیې حکومت له خوا کابل ته رالېږل شوی دی. 

عبدالله د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو (کومانډو) غړی و، هغه وايي چې پينځه کاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرخلاف جنګېدلی او اوس د څېرې په بدلولو سره له خپلې کورنۍ لیرې په کابل کې اوسېږي.

عبدالله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی، د خپل ژوندانه په اړه وايي: «زه نه پوهېږم چې تر کومه به دا ډول ژوند کوم؟ زه په خپله سیمه کې د هغه ځای له طالبانو سره دښمني لرم. که هلته ولاړ شم، ما وژني، ما دا موضوع د ترکیې له پولیسو سره شریکه کړه؛ خو دوی مې خبرو ته پام ونه کړ.»

دغو راستانه کړای شویو افغانانو په ترکیه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او غیررسمي شمېرې ښيي چې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ زره افغانانو څخه زیات شمېر یې په ناقانونه توګه په ترکیه کې ژوند کوي.

له پاکستان او ایران وروسته، تر ټولو زیات ناقانونه افغان پناه غوښتونکي په ترکیه کې دي.

په ترکیه کې غیررسمي سرچینې وايي چې د ترکیې حکومت هڅه کوي ددغه هېواد له ټاکنو مخکې، هغه افغانان چې په دې هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېږي، راټول کړي او همداراز د ترکیې حکومت د افغانستان له سفارت او کونسلګرۍ غوښتي چې ددغو پناه غوښتونکو تابعیت تایید کړي.

له بلې خوا، په ترکیه کې ځينې سرچینې تاییدوي چې د ترکیې حکومت د ۴۱ زره او درې سوه افغانانو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، افغانستان ته د دوی له رالېږلو ډډه کړې ده.

دغې سرچینې تایید کړې چې طالبانو د ترکيې له حکومته غوښتي چې افغان پناه غوښتونکي کابل ته راستانه کړي؛ ویل کېږي چې دا ډله د کابل په هوايي ډګر کې د پناه غوښتونکو هویت مالوموي؛ خو طالبانو په دې اړه آمو ټلوېزیون ته د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

له دې مخکې طالبانو ویلي و چې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت د څېړلو لپاره ترکیې ته یو پلاوی استوي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي: «هغه کتنې او بحثونو مو چې له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو او وضعیت او کابل ته د راستنولو په اړه لرل، زموږ قناعت یې نه دی حاصل کړی.»

د پناه غوښتونکو د جبري ایستلو په وړاندې د بښنې د نړیوال سازمان غبرګون

د بښنې نړیوال سازمان هم تاییدوي چې ترکیه او ایران هغه افغانان چې په جبري توګه یې له خپلو هېوادونو ایستلي، په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ کړی دی. 

په سویلي آسیا کې د بښنې د نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني آمو ټلوېزیون ته وایي: «د بښنې نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې هېڅ افغان باید په زور ونه ایستل شي؛ ځکه چې ښايي په افغانستان کې د هغوی بشري حقونه او امنیت له ګواښ سره مخ وي.»

د بښنې د نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي: «په تېر یوه کال کې ایرانیو ځواکونو یوولس او ترکي پوځیانو هم درې افغانان په ډزو سره وژلي دي.»

په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکو په ځلونو د ترکي پولیسو د ناوړه او ناسم چلند په اړه شکایت کړی؛ خو دا ځل یو شمېر پخواني افغان پوځیان هم دې ته ورته شکایت لري او له ترکیې د دوی جبري ایستل د خپل ژوندانه په وړاندې جدي ګواښ ګڼي.

د غیررسمي شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي له ترکیې راګرځول شوي دي.

تراوسه په ترکیه کې د افغان کډوالو کره شمېر نه دی ورکړل شوی؛ خو د ترکیې حکومت ویلي چې ۱۲۰ زره افغان پناه غوښتونکي یې ثبت کړي دي.

له بلې خوا، په ترکیه کې له افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې د شمېرو له مخې، د ترکیې حکومت د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له وروستیو څخه کابو ۴۰ زره افغانان چې نوي سلنه یې له کورنۍ پرته وو، په دربست (چارتر) الوتنو کې کابل ته راستانه کړي دي.

اخوا، د طالبانو ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې کابو ۶۲۳ زره افغانان له ترکیې، ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کار، امنیت او آزادۍ نشتوالی، هغه مهم لاملونه دي چې ډېری ځوانان د پراخو خطرونو او کړاوونو په زغملو سره، د کډوالۍ لاره غوره کوي.