افغانستان

د بامیان کچالو؛ وچکالي، عُشر او ټیټه بیه 

کچالو د بامیاني کروندګرو ترټولو مهم کرنیز محصول ګڼل کېږي؛ خو وچکالۍ، عشر، د محصول ټیټه بیه او د تولید د لګښتونو لوړوالي د دغه کرنیز محصول پر تولیداتو ناوړه اغېزه کړې ده.

حاجي محمد تقي بامیاني کروندګر دی چې پر اجاره نیول شویو ځمکو یې کچالو کرلي دي.

هغه وایي چې سږ کال د وچکالۍ له امله د کرنې او ځمکې لرلو وضعیت ډېر خراب دی.

د هغه په وینا: «کم شمېر کروندګرو وس درلود چې خپلې ځمکې په ټانکرو خړوبې کړي؛ خو ما د دغه کار وس نه درلود او کرل شوي کچالو مې تر خاورو لاندې د خرابېدو په حال کې دی، له همدې امله اړ یم له وخت مخکې کچالو راټول کړم.»

سږ کال په بازارونو کې د سرې بیه څو برابره شوې ده، حاجي تقي وایي چې یوه بوجۍ توره سره یې په ۶ زره او ۵۰۰ او سپینه سره یې په ۴ زره او ۳۰۰ افغانۍ پېرلې ده. له دې ټولو سره نه دی توانېدلی د تېر کال نیمایي حاصل ترلاسه کړي.

د دې ترڅنګ مخکې ورځو کې کله چې حاجي تقي د خپلو کچالو د راټولولو په حال کې و، د طالبانو د کرنې ادارې مامورینو ترې ۳ زره افغانۍ عشر اخیستی دی.

د بامیان یو بل بزګر شاه ولي هم وایي چې سږ کال د وچکالۍ، د سرې د لوړې بیې او د عشر د ټولولو له امله نه دی توانېدلی د تېر کال په اندازه حاصلات ټول کړي.

هغه وایي: «د سږ کال تولیدات ډېر کم دي او د تېر کال نیمایي حاصل دی.»

شاه ولي د اړتیا وړ سره د ځمکې د حاصل تر راټولولو پورې په پور اخیستې ده او سږ کال یې د طالبانو د کرنې ریاست کارکوونکو ۱ زر او ۵۰۰ افغانۍ عشر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ده په وینا: دغه ریاست د هغوی ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه لري.

د حل لار څه ده؟

د کرنې برخې کارپوهان وایي چې اړتیا ده بامیاني کروندګر د داسې نبات په لټه کي شي چې د اوبو د کموالي پروړاندې مقاومت ولري او په بازارونو کې لوړ اقتصادي ارزښت ولري.

د بامیان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد حبیب‌الله بهلول‌زاده وايي، چې اوسمهال کچالیو حاصلات خپل لګښت نه شي پوره کولای. د هغه پر ځای کروندګر کولای شي د انګوزې په شان طبي نباتات یا د لوبیا، مشنګ او داسې نور حبوبات چې په بازارونو کې لوړ اقتصادي ارزښت لري وکري.

بهلول‌زاده په دوام کې وویل، چې وچکالي د کچالو د کیفیت او اندازې د کموالي اصل لامل ده؛ خو دغه موضوع بنسټیزه حللاره نه لري. اوسمهال د هېواد ډېری لیرې پرتې سیمې د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي.

د پوهنتون دغه استاد باوري دی، چې د وچکالۍ ترڅنګ، د کرنیزو افتونو خپرېدو او د اقتصاد ټیټه کچه چې کروندګر نه شي کولای د اړتیا وړ درمل او تخم برابر کړي، د کرنیزو توکو پر کیفیت او د حاصل پر کچې هم سخته اغېزه لرلې ده.

بهلول‌زاده همداراز زیاته کړه: «حکومت هم باید د بزګرانو وضعیت ته پاملرنه وکړي؛ ځکه د هغوی وضعیت د ټولې ټولنې له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري.»

په تېرو کلونو کې په بامیان کې ځایي مسوولانو ویل، چې په دغه ولایت کې هر کال نږدې له ۳۵۰ تر ۳۸۰ زره ټنه کچالو تولیدېږي؛ هغه شمېر چې د کرنې وزارت ویل: بامیان ولایت هر کال د هېواد د کچالیو کابو ۵۰ سلنه اړتیا پوره کوي؛ خو سږ کال د بزګرانو شکایتونو ته په پام د دغه محصول د حاصلاتو د کچې په اړه کومې شمېرې نه دي اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې بامیان ښار د «کچالو ګل فیسټیوال» شاهد و. دغه فیسټیوال په ملي او نړیواله سطحه د مناسب بازار موندلو، د حکومت په اقتصادي پروګرام کې د کچالو محصول د ارزښت پېژندل او د بامیاني بزګرانو د هڅولو په موخه رامنځته کېده.

د جمهوریت په دوره کې د کرنې وزارت له بزګرانو د ملاتړ او همداراز د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د کچالیو له خرابېدو د مخنیوي لپاره په بامیان ولایت د کچالیو سلګونه زېرمې جوړې کړې.