افغانستان

د افغان مېرمنو د حقونو راژوندي کول د یوناما د نوې رییسې مهم ماموریت

رزا اوتونبایوا-

د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې او د یوناما د رییسې په توګه وګمارل شوه.

کارپوهان وايي چې د افغان مېرمنو د حقونو راژوندي کول په افغانستان کې د یوناما د نوې رییسې تر ټولو مهم ماموریت دی.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا واتانبایوا د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما د رییسې په توګه ټاکلې ده.

نوموړې د ديبورا لاینز پر ځای پر دې دنده ګمارل شوې او په تېرو شلو کلونو کې دا دوهمه مېرمن ده چې دا دنده به ترسره کوي.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې په توګه د مېرمن روزا اوتانبایوا له ګمارل کېدو په هرکلي سره هغه له بریالیو مشرانو او د یپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د علمي او عملي تجربې لروونکې مېرمن وبلله.

فایق زیاته کړې: «هیله من یم د هغې تر مشرتابه لاندې د یوناما دفتر وکولای شي د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت کې رغنده رول ولوبوي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې د ملګروملتونو سازمان د مېرمن روزا اوتانبایوا په ګمارلو سره غواړي په افغانستان کې د ښځو حقونه په تېره بیا د زده کړو او کار په برخو کې عملي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل: فکر کوم چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب د ملګروملتونو سازمان لپاره تر ټولووو مهمه موضوع ده. که دا مېرمن وکولای شي طالبان دې ته اړ کړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته بېا د کار اجازه ورکړل شي، لوی کار به یې کړی وي.»

د رزا اوتانبایوا کاري کارنامې ته کتنه

اغلې رزا اوتانبایوا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د قرغیزستان ولسمشره وه او له دې دندې مخکې د پارلمان غړې، د بهرنیو چارو د وزیرې او د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه هم کار کړی دی.
هغې همداراز مخکې ګرجستان کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د ځانګړې استازولۍ مسوولیت هم درلود.

اغلې اوتانبایوا ۷۳ کاله عمر لري او په فلسفه کې د دوکتورا سند لري او د مسکو په دولتي پوهنتون کې یې زده کړې کړې دي او په قرغیزي، روسي او انګلیسي ژبو خبرې کولای شي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د مرستې ماموریت (یوناما) د ملګروملتونو سازمان یو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې دنده لري له افغانانو سره مرسته وکړي.

افغانستان په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې له ملګروملتونو سازمان سره یو ځای شو او د دغه سازمان ځینو برخو لکه: یونیسف په ۱۹۴۹ کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ.
یوناما په افغانستان کې نږدې ۱۱۶۴ کارکوونکي لري چې ۷۷۰ یې د هېواد وګړي او ۲۹۸ نور کارکوونکي يې بهرنیان دي.

تېرو ۲۰ کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو ډېرو څېرو په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ ماموریت پرمخ بېولی دی.

په ۲۰۰۲ کال کې د الجزایر د بهرنیو چارو مخکیني وزیر اخضر ابراهیمي په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړی استازی و او څلور کاله یې دغه دنده پرمخ بېولې ده.

له هغه وروسته فرانسوي ډیپلومات جان ارنو دغه دنده پرغاړه واخیسته او تر ۲۰۰۶ زېږدیز کال پورې یې همدې دندې ته دوام ورکړ.

ټام کونیګز د یوه کال لپاره په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان په ځانګړې استازولۍ کې کار وکړ او له ۲۰۰۸ زېږدیز کاله وروسته تر ۲۰۱۰ زېږدیز کاله پورې د دغې دندې وار کای ایډي ته ورسېد.

په همدې توګه سټیفن ډي میسټورا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې، یان کوبیش له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې، نیکولاس هایسم له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کاله، یاماماتو تدامیچي له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ کاله او ډیبورا لاینز له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د یوناما ماموریت پرغاړه درلود.