افغانستان

ننګرهار کې ماشومانو لپاره د شري ناروغۍ اوس هم لوی ګواښ دی

د ننګرهار اوسېدونکي د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د روغتیايي ادارو هڅې د پام وړ نه بولي او وایي، اوس هم د شري د ناروغۍ له امله یې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی داسې مهال دا شکایتونه کوي، چې تازه د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې د شري د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د ننګرهار د سره رود اوسېدونکی عبدالاحد، چې زوی یې پر دې ناورغۍ اخته دی وایي ډېرکله مسوولین دا ناروغي عادي ګڼي او پر وخت اقدام نه کوي او په خبره یې همدا لامل دی، چې د دوی اولادونه ضایع کېږي.

د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد جان بیا هیله مندي ښيي، چې طالب چارواکي به دا پروسه ټولو ولسوالیو ته غځوي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره به هڅې ګړندۍ کوي.

دوی وایي: «د شري ناروغي ناڅاپي راځي او سخت یې اندېښمن کړي یو، له یوې خوا بېوزلي شي له بلې خوا دا ناروغي په ماشومانو حمله وکړي او بیا چې روغتون ته لاړ شو ډاکتران یې بيخي عادي بولي دا ښه کار نه دی.»

د ننګرهار روغتیايي چارواکي هم مني، چې د دې ولایت په ۳ ولسوالیو کې د شري د ناروغۍ پېښې ډېرې دي او باید دوی یې مخه ونیسي.

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس ډاکتر امیرمحمد افتاب وایي، نن شنبه یې په لعلپوره، سره رود او چپرهار ولسوالیو کې د شري د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ، چې شپږ ورځې به دوام ولري.

افتاب زیاتوي: «موږ نن د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې کمپاین پیل کړ، چې له درکه به یې د دې ولایت شاوخوا ۷۲ زره ماشومان واکسین شي. همدا یادې درې ولسوالۍ تر جدي ګواښ لاندې وې او هڅه کوو دا لړۍ پراخه کړو.»

ننګرهار کې د شري د واکسین د تطیبق کمپاین په داسې حال یوازې په درېیو ولسوالیو کې پيلېږی، چې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰۰ زره ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي، چې ۴۱ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عام ولس داسې مهال له طبعي افاتو سره مخ دی، چې د طالبانو په راتګ سره په ټول هېواد کې اقتصادي څرخ په ټپه ودرېده او ډېری کورنۍ اوسمهال د خپلو ماشومانو د پاللو او د ناروغانو د درملنې وس نه لري.

د یاودنې ده، چې شری يوازې داسې ناروغي نه ده چې ماشومان پرې اخته کېدای شي، بلکې داسې یوه ناروغي ده چې بايد جدي ونيول شي ځکه د ډاکترانو په وینا، دا ميکروب د ماشومانو او لويانو دواړو ژوند ته ګواښ پېښولای شي.