افغانستان

افغانستان کې د جنګي جنایتونو د بیا څېړنې لپاره غوښتنې

لاهه کې د جنګي جنایتونو د څېړنې څارنوالانو له قاضیانو غوښتي چې په افغانستان کې د جنایتونو د څېړنې په اړه په چټکۍ سره پرېکړه وکړي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان پلاوي اعلان کړی چې طالبان د مخکیني حکومت له ړنګېدو وروسته میاشتو کې د ناقانونه وژنو، شکنجو، خپلسرو نیونو او غیرانساني سزا ورکولو مسوول دي.

اوس د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وروسته د لاهې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالان په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د بیا څېړنو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاهې د جرمونو نړیوالې محکمې څېړنې له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې درېدلي دي. د لاهې په محکمه کې د جنګي جنایتونو څېړنې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان د مخکیني حکومت په غوښتنه وځنډول شوې.

هغه اسناد چې په تېرو ورځو کې د لاهې د جرمونو په نړیواله محکمه کې خپاره او د اګسټ پر ۲۶ له ټولو سره شریک شول، ښیي چې څارنوال کریم خان ویلي د څېړنو د درېدو لپاره د مخکیني حکومت غوښتنه باید رد شي او لامل یې دا دی چې د افغانستان په محکمو کې څېړنو دوام ونه موند.

هغه په دوام کې وویل: «طالبانو دوام نه دی ورکړی، نه شي کولای دوام ورکړي او نیت نه لري اړوندو څېړنو او پلټنو ته دوام ورکړي.»

څارنوال کریم خان د تېر کال په سپتمبر کې له قاضیانو غوښتي و چې د طالبانو او داعش د جنایتونو په اړه څېړنې بیا پيل کړي او څارنوالان دې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د مخکیني حکومت ځواکونو له خوا شکمنو جنایتونو ته لومړیتوب ورکړي.

د حقوقي مسایلو کارپوه عبدالسبحان مصباح په دې اړه وایي چې تېرو شلو کلونو کې د امریکا په ګډون د نړیوالو ځواکونو، مخکینیو پوځیانو، طالبانو او داعش په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د حقوقي مسایلو دغه کارپوه ټینګار لري: «نړیواله جزایي محکمه باید قضیې په بې طرفۍ، په قانوني او خپلواکه توګه وڅېړي ترڅو د بې ګناه خلکو او د هغو کسانو لپاره چې په داسې جنایتونو کې قرباني شوي عدالت تامین شي.»

د سیاسي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سړغړونه شوې او د لاهې د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو پیل د جرمونو او جنایتونو پر کمښت مستقیمه اغېزه لري.

د سیاسي چارو کارپوه نورالله راغي ټینګار وکړ: «له شک پرته چې تر ۳۰ کلونو زیات بشري جنایتونه او ـ ان د نسل وژنې تر بریده ـ جنګي جناتونه شوي دي چې دا ټول به وڅېړل او محاکمه به شي او دغه پلټنې د جرم او جنایت پر کمښت مستقیمه اغېزه کوي.»

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان پلاوي په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې طالبان د مخکیني دولت له ړنګېدو وروسته او له هېواده د واشنګټن له وتلو سره واک ته د رسېدو په میاشتو کې د غیرقانوني وژنو، شکنجو، خپلسرو نیونو او د غیرانساني سزا ورکولو مسوول دي.»

د لاهې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د څېړنو د بیا پيل لپاره د څارنوالانو د غوښتنې په اړه د قاضیانو د پرېکړې کولو لپاره هېڅ ټاکلی وخت نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې: پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ په لسو میاشتو کې د طالبانو له خوا ۱۶۰ ناقانوني وژنې، ۱۷۸ خپلسرې نیونې، د مخکینیو امنیتي ځواکونو ۲۳ مورده ناقانوني نیول او ۵۶ مورده شکنجه او ناوړه چلند ترسره شوي دي؛ خو طالبانو د دغه راپور موندنې رد کړې دي.