افغانستان

د یوه روزنیز مرکز بنسټ اېښودونکې: افغان مېرمنې په ټولنه کې اضافي موجود نه دی

یو شمېر زده کړیالو نجونو په کابل ښار کې «روښانه راتلونکي ته د هيلې» په نوم یو بنسټ جوړ کړی دی. په دغه بنسټ کې چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې دی نږدې ۶۰۰ تنه د خیاطۍ او د ښوونځي د مضمونو پر زده کړو بوخت دي.

د دغې موسسې یوه بنسټ اېښودونکې د دې بنسټ د رامنځته کولو انګېزه د ښځو ځان بسیاینه بولي.

د دغې موسسې یوې بنسټ اېښودونکي پرمیلا سعیدیار د آمو تلویزیون خبریال ته وویل: «د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ناهیلې شوې وې او فکر یې کاوه چې په ټولنه کې اضافي دي. همدا لامل شو چې ما او څلورو ملګرو مو د یوې موسسې د رامنځته کولو پرېکړه وکړو ترڅو دا ثابته کړو چې ښځې په ټولنه کې زیاتي موجود نه دي.»

هغې په دوام کې زیاته کړه: «دغه موسسه د قرانکریم، انګلیسي ژبې، د ښوونځي مضمونونو، خیاطۍ او میندو ته د روغتیایي مشورې ورکولو په برخو کې فعالیت لري او د کال له پيل راهیسې یې خپل کار پیل کړی دی.»

اغلې سعیدیار همداراز وویل چې د ټولو برخو زده کړې د ښځو لپاره وړیا دي او د تدریس د ځای او نورو اړتیاوو لګښتونه د موسسې د بنسټ اېښودونکو له شخصي بودیجې ورکول کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې نږدې ۴ میلیونه نجونې پر زده کړو بوختې وې چې تر یو میلیون زیاتې دغه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې وې.

د دغه بنسټ زده کوونکې په اوسني وضعیت کې د داسې درسي ځایونو رامنځته کول اړین ګڼي.

د دغه بنسټ یوه زده کوونکې یلدا وایي چې څو میاشتې کېږي په دغه موسسه کې د ښوونځي پر زده کړو بوخته ده او دغه ځای هغه له ناهیلۍ ژغورلې ده.

د دغه بنسټ بله زده کوونکې فرح وایي چې په درسي ټولګیو کې بیا ګډون هیله مندي ورکوي.

هغې په دوام کې زیاته کړه: کومه ورځ چې د ښوونځیو دروازې زموږ پرمخ وتړل شوې د زده کړو لپاره مې نور هېڅ هیله نه وه او داسې احساس مې کاوه چې هره ورځ رواني ستونزو راته زیاتېږي؛ خو له کومې ورځې چې مې دلته زده کړې پیل کړې بېرته ژوند ته هيله منده شوې یم.

بهار چې په دغه بنسټ کې پر خیاطۍ بوخته ده وایي چې د دغې موسسې په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون د دې لامل شوی چې له روحي ستونزو څخه وژغورل شي: «زه اوس کولای شم د جامو په ګنډولو او وروسته یې له پلورلو سره د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړم.

یوه بله له همدې مېرمنو بهشته هم وایي چې د دغه روزنیز پروګرام رامنځته کېدو یې په ژوند کې بدلون راوستی دی.

هغې په دوام کې وویل: «دا چې په دغه مرکز کې زده کړې کوم خوشحاله یم؛ ځکه له فراغت وروسته نور زه یوه خیاطه یم او کولای شم د خپلې کورنۍ لګښتونه د خیاطۍ له لارې برابر کړم.

له دې مخکې هم آمو تلویزیون په کابل، بلخ او بغلان ښارونو کې د خیاطۍ او د درسي ټولګیو د وړیا مرکزونو له رامنځته کولو راپورونه خپاره کړي وو چې دا ټول مرکزونه او درسي ټولګي د ښځو له خوا د ښځو د روزلو لپاره رامنځته شوي دي.