افغانستان

زابل کې طالبانو دوه ښځې او درې نارینه د زنا او غلا په تور په درو ووهل

طالبانو یو سړی او یوه ښځه چې د زنا په تور نیول شوي وو، هر یو ۳۹ درې ووهل. سړي ته ۶ کاله او ښځې ته دوه کاله د بند سزا ورکړل شوه.

د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې طالبانو نن سهار دوه ښځې او درې نارینه د زنا او غلا په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

دغو پنځو کسانو ته چې څه موده وړاندې نیول شوي وو، د طالبانو ولایتي محکمې په حکم سزا ورکړل شوې ده.

طالبانو د قلات ښاریانو ته مخکي خبر ورکړی و چي د قلات ښار شېخ متي لېسې سټیډیم ته ورشي او د حدودو عملي کېدل وګوري.

د خلکو او دیني عالمانو په ګډون زرګونه کسان ورغلي وو.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی رحمت الله حماد وايي، دوه ښځي او یو نارینه د زنا په تور او دوه نارینه د غلا په تور په درو ووهل شول او هر یوه ته جلا جلا د بند سزا واورول شوه.

د هغه د معلوماتو له مخي، یو سړی او یوه ښځه چې د زنا په تور نیول شوي وو، هر یو ۳۹ درې ووهل شول. سړي ته ۶ کاله او ښځې ته دوه کاله د بند سزا ورکړل شوه.

یوه بله میرمن د خلګو د جنسي اړیکو جوړولو په تور شل درې ووهل شوه او په شپږ کاله بند محکومه شوه.

دوه سړي چې د غلا په تور نیول شوي وو، یو یې ۱۵ درې ووهل شو او او په یو میاشت بند محکوم شو او بل یې ۲۰ درې ووهل شو.

د یادولو ده چې په کندهار او هلمند ولایتونو کي هم ځینو کسانو ته د طالبانو له لوري د شرعي حدودو سزا ورکړل شوې، خو معلومات یې رسنیو سره نه دي شریک شوي.